څارنوالي: د فرخُندې د وژنې په اړه څېړنې به چټکې پیل کړو

د عکس سرچینه، Reuters
د افغانستان لویه څارنوالي وایي، د فرخندې د وژلو او سوځولو په تور د شپږ څلوېښت کسانو دوسیې دوې ته سپارل شوي دي.
لویه څارنوالي وایي په ورسپارل شوو دوسیو کې ۱۹ تنه یې د کورنیو چارو وزارت کارکونکي او ۲۷ تنه نور عام وګړي دي .
لویه څارنوالي وایي د پېښې د څېړلو په تړاو یې پلاوی ټاکلی او خپلې څیړنې به په چټکۍ پیل کړي.
د دغې قضیې په تړاو د افغانستان لویې څارنوالۍ یو لنډ خبري کنفرانس درلود چې د دوسیې پر څرنګوالي یې خبریالانو ته معلومات ورکړل.
د لویې څارنوالۍ ویاند بصیر عزیزي وایي د دغې پیښې دوسیه نن دوی ته سپارل شوې او د څېړلو په موخه یې پلاوی ټاکل شوی دی.
ښاغلی عزیزي وایي اټکل کېږي چې د نیول شوو کسانو د دوسیو څېړل شاوخوا یوه میاشت وخت ونیسي.
فرخنده لس ورځې وړاندې په دې تور د قهرجنو خلکو له خوا ووژله شوه، چې ګواکې نوموړې قران سوځولی دی.
د دغې پېښې په اړه په ټولنیزو رسنیو کې پراخ غبرګونونه راوپارېدل .
په کور دننه او بهر کې مېشتو افغانونو په مدني اعتراضونو او لاریونونو لاس پورې کړ او له افغان حکومته یې وغوښتل چې د فرخندې وژونکو ته دې سزا ورکړل شي .
افغان حکومت ژمنه کړې چې د دې پیښې په تړاو به جدي پلټنې کوي .








