بدخشان: د سروزرو کان ناقانونه کیندنو خلک اندېښمن کړي

د راغستان ځايي مسوولین هم مني، چې زورواکان له دغه معادنه په خپل سر کندنې کوي

د عکس سرچینه، nocredit

د عکس تشریح، د راغستان ځايي مسوولین هم مني، چې زورواکان له دغه معادنه په خپل سر کندنې کوي

د بدخشان ولایت راغستان ولسوالۍ کې د سروزرو کان ناقانوني کیندنو د سیمې ځايي چارواکي اندېښمن کړي دي دوی وايي، د زور واکانو له لوري د دغې چارې مخنیوي کې پاتې راغلي دي.

زورواکانو په دغه ځای کې د سیمې زرګونه کسان د کارکونکو په توګه ګومارلي دي او هره ورځ پریمانه سره زر له دغه ځایه باسي خو وايي، ډېر مهال کارکونکو ته د مزد له ورکولو هم ډډه کوي.

نورمحمد سعید په دې اړه خپل رپوټ کې کاږي:د بدخشان ولایت راغستان ولسوالۍ کې د ویکادر سیمې د سروزرو معادن د سیمې له لویو معادنو یو بلل کېږي.

په پام کې وه، چې یوه ترکي شرکت ته د استخراخ لپاره ورکړل شي، خو دغه شرکت د امنیتي حالتو په اړه ډاډه نه و او چارې یې نیمګرې پاتې شوې، خو اوس یو شمېر زورواکان د کان کیندنې قوانینو او اصولو له پامه پرته په خپل سر د درنو ماشینونو په وسیله له دغه کانه سره زر راباسي.

د راغستان ځايي مسوولین هم مني، چې زورواکان له دغه معادنه په خپل سر کندنې کوي.

دوی دا هم وايي، چې د سیمې له مزدورانو هم ناوړه ګټه اخلي.

د راغستان ولسوال غلام الله سعید وايي، هغه کسان چې په خپل سر کندنې کوي، د حکومت له امرونو سرغړونه کوي او وايي ان د ثبت شویو شکایتونو ځواب هم نه ورکوي.

د ښاغلي سعید په خبره د ولسمشر د استازي په ګډون یې له لوړپوړو چارواکو سره په دې اړه خبرې کړې، خو وايي، لا هم په دې اړه کوم اقدام نه دی شوی.

د هغه په خبره که د دغه معادن کندنې مخنیوی و نه شي ښايي د حکومت وسله وال مخالفان هم ورنه ګټه واخلي او د لاجوردو غیرقانوني استخراج په څېر دا هم دوام وکړي.