د پاکستان د پوځ مشر کابل ته تللی

د عکس سرچینه، Getty
د پاکستان پوځي سرچینو ویلي، د پوځ مشر جنرال راحیل شریف له افغان پوځي او سیاسي چارواکو سره د خبرو لپاره کابل ته تللی دی. په پام کې ده چې نوموړی له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره هم کتنه ولري.
د پاکستان د پوځ ویاند ویلي، جنرال راحیل شریف د سې شنبې په ورځ کابل ته ورسېد.
کابل کې د پاکستان سفارت هم د ښاغلي شریف د سفر خبر تایید کړی دی.
د افغانستان د ولسمشرۍ دفتر هم ویلي، په پام کې ده، چې ولسمشر غني له جنرال راحیل شریف سره وګوري.
په وروستیو کې د پاکستاني او افغان ملي یووالي حکومت ترمنځ اړیکي د پخوا په پرتله ښه شوي دي.
دا په تېرو درو میاشتو کې کابل ته د ښاغلي شریف دویم سفر دی.
جنرال راحیل شریف د تېر نومبر پر ۶ هم کابل ته <link type="page"><caption> تللی </caption><url href="http://www.bbc.co.uk/pashto/afghanistan/2014/11/141106_ma_gen-raheel-sharif_travel_afg" platform="highweb"/></link>و، چې له ولسمشر محمد اشرف غني، اجرايي رییس عبدالله عبدالله، افغان دفاع وزیر او ملي امنیت له سلاکار سره <itemMeta>pashto/afghanistan/2014/12/141217_hh-pakistan_chief_army_arrived_kabul</itemMeta> وو.
پاکستان کې د ځمکنیو ځواکونو لوی درستیز په دې هېواد کې تر ټولو لویه پوځي رتبه او واک لري.
جنرال راحیل د پاکستاني پوځ پنځلسم لوی دستیز دی. نوموړی په ۱۹۵۶ کال په کوټه کی زېږدلی دی.
له جنرال راحیل شریف سره د کابل په سفر کې د پاکستان د څارګرې ادارې (آی اېس آی) مشر رضوان اختر هم ملګری دی.
د ده د کورنۍ شالید هم پوځي دی. مشر ورور یې میجر (تورنجنرال) شبیر شریف ته د پاکستاني حکومت له خوا ستر پوځي میډال (نشان حیدر) ورکړل شوی و، هغه په ۱۹۷۱ د پاکستان او هند ترمنځ جګړه کې مهم هم رول ادا کړی دی.

د عکس سرچینه،
دی له تېرو څو کالو راهیسې د پاکستان د پوځ په مرکز جي ایچ کیو کې د پوځ د عصري روزنې د ادارې مشر و او په دې برخه یې کې یې اوچت بریالیتوبونه لرلي.








