د پاکستان د پوځ لوی درستیز له ولسمشر غني سره کتلي

د عکس سرچینه، Getty
د افغانستان د ولسمشر ویاند نظیف الله سالارزي بي بي سي ته وویل، د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال راحیل شریف له افغان چارواکو سره د خبرو لپاره کابل ته تللی دی.
پاکستان کې د ځمکنیو ځواکونو لوی درستیز په دې هېواد کې تر ټولو لویه پوځي رتبه او واک لري.
د ولسمشرۍ له دفتره خپره شوې ویناپاڼه وايي، راحیل شریف له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره وکتل.
د یناپاڼې پربنسټ، کابل ته ددغه پاکستاني پوځي چارواکي د سفر هدف په افغانستان، پاکستان او سیمه کې د سخت دریځۍ او ترهګرۍ پروړاندې د دواړو هېوادونو د ګډې مبارزې پیاوړي کول وو.
د ولسمشرۍ دفتر وايي، ښاغلي غني پېښور کې د یوه ښوونځي پر زده کوونکو برید پر افغانستان، مسلمانانو او ټولو انسانانو برید بللی دی.
په دې ویناپاڼه کې د ولسمشر اشرف غني له قوله ویل شوي چې "هغه وخت رارسېدلی چې افغانستان او پاکستان په ریښتینولۍ او اغېزناک ډول، په ګډه د ترهګرۍ او سخت دریځۍ پروړاندې مؤثر او ګډ ګامونه واخلي."
په دې کتنه کې دواړو غاړو پر دوه اړخیزې همکارۍ، په تېره بیا د دواړو هېوادونو د امنیتي ځواکونو ترمنځ پر همکارۍ او دواړو هېوادونو ته د ګډو ګواښونو په له منځه وړلو ټینګار کړی.
د پاکستان اکسپرېس ټریبون لیکلي، راحیل شریف، نن (چارشنبه/دسمبر ۱۷) اسلام اباد ته د تحریک طالبان پاکستان د مشر ملا فضل الله د سپارلو په تړاو له افغان چارواکو سره د خبرو لپاره کابل ته تللی دی.
دغه ورځپاڼه وايي، د پاکستان امنیتي بنسټونه داسې شواهد لري، چې ښيي تېره ورځ پېښور کې د پوځ پر یوه ښوونځي برید، چې لږترلږه ۱۳۲ زده کوونکي پکې ووژل شول، افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان له لوري پلان شوی و.
ایکسپرېس ټریبیون دا هم لیکي، له جنرال راحیل سره په دې سفر کې د پاکستان د پوځي څارګرې ادارې مشر هم ملګری دی. په پام کې ده، چې دوی له ولسمشر محمد اشرف غني، د افغانستان د پوځ له لوی درستیز جنرال شیر محمد کریمي او افغانستان کې د ایساف ځواکونو له قومندان سره وګوري.
دغه ورځپانه د یوه پاکستاني چارواکي له قوله وايي، اسلام اباد له کابله غواړي، چې په ختیځو کونړ او نورستان ولایتونو کې د تحریک طالبان پاکستان پرضد چټک ګامونه واخلي.
یاده ورځپاڼه د پاکستاني چارواکو له قوله وايي، که چېرې د افغانستان دولت په دې اړه ګام پورته نه کړيو پاکستان پر ټولو نورو ممکنه لارو غور وکړي.
د پاکستان د پوځ په وینا، پر تېره سې شنبې د پېښور پر ښوونځي برید کې د طالبانو اوو بریدګرو ګډون درلود.
دوی د ښوونځي له شا نه اغزن تارونه له منځه وړي وو او بیا پر آزموینې بوختو زده کوونکو یې برید کړی و.
په دې پوځي ښوونځي کې د پوځیانو او عامو خلکو اولادونو زده کړې کولې.
په پېښه کې ۱۲۵ کسان ټپیان شوي هم وو.








