افغان سرتېري پاکستان کې د پوځي روزنې لپاره ورسېدل

د افغان پوځ شپږ سرتېري د پنجشنبې پر ورځ (فبرورۍ پنځمه) د پاکستان په پوځي اکاډمۍ کې د ۱۸ میاشتنۍ روزنې لاسته راوړلو لپاره اسلام اباد ته ورسېدل.
دا د افغان ملي اردو لومړۍ ډله ده چې په ایبټ اباد کې به د پاکستان په پوځي اکاډمۍ کې روزنه لاسته راوړي.
اسلام اباد کې افغان سفیر جانان موسی زي د افغانستان په سفارت کې د دغو افغان سرتېرو هرکلی وکړ.
ښاغلي موسی زي وویل: "دغه شپږ سرتېري چې د روزنې لپاره د وړتیا پر بنسټ په دقت ټاکل شوي، په تېره لسیزه کې د کیفیت او شمېر له پلوه د افغان امنیتي ځواکونو د ودې ښکارندويي کوي".
"دوی په ډېر ویاړ د افغانانو امنیت ټینګوي او د بهرنیو ګواښونو پر وړاندې د وطن دفاع کوي او په بدل کې د ټول افغان ملت کلک ملاتړ او همکاري لاسته راوړي".
نوموړي د روزنې په سختو پړاوونو کې د دغو سرتېرو د بریالیتوب هیله څرګنده کړه.
ښاغلي موسی زي له دغو سرتېرو وغوښتل چې په اکاډمۍ کې له خپلو پاکستاني او د نورو هېوادونو له همکارانو سره اوږدمهاله مسلکي اړیکې او شخصي ملګرتیا جوړه کړي.
د افغان ملي اردو دغه شپږ سرتېري داسې مهال اسلام اباد ته ځي چې د افغان ملي اردو د روزنې او تعلیم عمومي مشر تورن جنرال نعمت الله خوشیوال په مشرۍ د افغان پوځ یو لوړپوړی شپږ کسیزه پلاوی هم په یو شپږ ورځني سفر پاکستان ته تللی.
په دې وروستیو کې افغان او پاکستاني حکومت د دوه اړخیزو اړیکو د پراخولو لپاره یو لړ ګامونه پورته کړي دي.
د تېر کال دسمبر میاشت کې د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال راحیل شریف له افغان چارواکو سره د خبرو لپاره کابل ته تللی و.
پاکستان کې د ځمکنیو ځواکونو لوی درستیز په دې هېواد کې تر ټولو لویه پوځي رتبه او واک لري.
ښاغلي راحیل شریف په دغه سفر کې له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره هم کتلي وو.
د ولسمشرۍ دفتر د وینا پاڼې پربنسټ، کابل ته د دغه پاکستاني پوځي چارواکي د سفر هدف په افغانستان، پاکستان او سیمه کې د سخت دریځۍ او ترهګرۍ پر وړاندې د دواړو هېوادونو د ګډې مبارزې پیاوړي کول وو.
په دې ویناپاڼه کې د ولسمشر اشرف غني له قوله ویل شوي وو چې "هغه وخت رارسېدلی چې افغانستان او پاکستان په ریښتینولۍ او اغېزناک ډول، په ګډه د ترهګرۍ او سخت دریځۍ پروړاندې مؤثر او ګډ ګامونه واخلي."








