'د جګړې ښکېلې غاړې دې د ولسي وګړو ژوند ته پام وکړي'

همدا دوه ورځې وړاندې په غزني کې هغه مهال د ښځو او ماشومانو په ګډون اته تنه ولسي وګړي ووژل شول، چې موټر یې سړک غاړې پر ښخ کړای شي مین وربرابر شو.

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، همدا دوه ورځې وړاندې په غزني کې هغه مهال د ښځو او ماشومانو په ګډون اته تنه ولسي وګړي ووژل شول، چې موټر یې سړک غاړې پر ښخ کړای شي مین وربرابر شو.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون په افغان جګړه کې له ټولو ښکېلو اړخونو غوښتنه کړې چې د ملکي وګړو ژوند ته پام وکړي.

حفیظ الله معروف له کابل پرې رپوټ لري:

په افغانستان کې ښايي ډیرې کمې داسې ورځې وي چې ملګي وګړو ته په جګړو او یا هم د سړک غاړې په شلخي بمونو کې مرګ ژوبله نه وي اوښتي.

همدا دوه ورځې وړاندې په غزني کې هغه مهال د ښځو او ماشومانو په ګډون اته تنه ولسي وګړي ووژل شول، چې موټر یې سړک غاړې پر ښخ کړای شي مین وربرابر شو.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون په جګړه کې له ټولو ښکیلو غاړو غوښتنه کړې چې د ژنیوا د نړیوالو قوانینو له مخې دې د ملګي خلکو ژوند ته پام وکړي.

د دغه کمیسیون ویاند رفیع الله بیدار بي بي سي ته وویل چې د بشري حقونو کمیسیون د ولسي خلکو پر ډېرېدونکې مرګ ژوبلې سخته اندېښنه لري او باید مخه یې ونیوله شي:

''د ژنیوا کنوینسیون له مخې، په جګړه کې ټولې ښکیلې غاړې باید ملګیانو ته زیان ونه رسوي، خو له بده مرغه په دې وروستیو کې یو ځل بیا د ملکي کسانو مرګ ژوبله ډیره شوې ده. دارنګه هغه وادانۍ چې ملکیان پکې اوسیږي، هم باید په نښه نه شي.''

د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون د معلوماتو له مخې د ۱۳۹۲ لمریز کال په پرتله په ۱۳۹۳ کال کې یواځې د ماشومانو په مرګ ژوبله کې دیرش سلنه زیاتوالی راغلی.

د کمیسیون په وینا د ولسي وګړو مرک ژوبله تر ډېره طالبانو او نورو وسله والو ډلو ته منصوبیږي، خو طالبانو بیا تل دغه څرګندونې بې ځایه بللې دي.