غزني کې چاودنې اته ولسي وګړي وژلي

مخکې په غزني کې سیمه ییزو چارواکو ویلي وو، چې ددغه ولایت د ځینو ولسوالیو مسافر د طالبانو له ډېر فعالیت نه شکایت کوي، چې ډېر کله دغه لارې بندوي.
د عکس تشریح، مخکې په غزني کې سیمه ییزو چارواکو ویلي وو، چې ددغه ولایت د ځینو ولسوالیو مسافر د طالبانو له ډېر فعالیت نه شکایت کوي، چې ډېر کله دغه لارې بندوي.

د افغانستان سوېلي غزني ولایت کې د څلورو ښځو،‌ درو نارینه وو او یوه ماشوم په ګډون چاودنې لږترلږه اته کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.

غزني کې زموږ خبریال اسدالله جلالزي بي بي سي پښتو وېببپاڼې ته وویل،‌چاودنه د غزني ګیلان ولسوالۍ دوچي کلا سیمه کې شوې ده.‌

د غزني د امنیت آمر اسدالله انصافي وايي، ټپیان د غزني روغتون ته لېږدول شوي.‌

چاودنه د سې شنبې په ګهیځ د سړک غاړې ماین له کبله رامنځ ته شوې.

د غزني د والي مرستیال محمد علي احمدي وايي، چاودنه په یوه فلانکوچ شوې،‌ چې پکې سپاره کسان د یوې کورنۍ غړي وو او له کابل نه جاغوریو ته روان وو.‌

د جاغوریو ولسوال ظفر شریف بي بي سي ته وویل، ټول وژل شوي و لسي وګړي دي.

دی وايي ټول وژل شوي د جاغوریو ولسوالۍ اوسېدونکي ‌دي.

د جاغوري ولسوالۍ زیاتره لارې له غزني ښار سره تړلې دي، چې تر ډېره پرې وسله وال طالبان واکمن دي.

مخکې په غزني کې سیمه ییزو چارواکو ویلي وو، چې ددغه ولایت د ځینو ولسوالیو مسافر د طالبانو له ډېر فعالیت نه شکایت کوي، چې ډېر کله دغه لارې بندوي.