غني: د کابينې معرفي په وروستي پړاو کې ده

د عکس سرچینه، AFP
د افغانستان د کابينې اعلان ته د ډېرو هيلې دي او داسې اټکل دى چې ژر کېدونکى دى. دغې هيلې ته د ولسمشر غني وروستيو څرگندونو نور زور ورکړى دى.
په کابل کې د سه شنبې په ورځ ( د جنوري شپږمه) ولسمشر غني د لسو ولايتونو له نويو ټاکل شويو ولايتي غړو سره د کتو پر وخت وويل:
" کابينه به ډېر ژر معرفي شي او موږ د نوې کابینې د معرفي کولو لپاره په وروستيو مرحلو کې یوو."
افغان مشر دا ډاډ هم ورکړ چې کابينه به يې د دوى په وينا د ټول ولس رښتينى انځور ورکوي:
"موږ غواړو په نوې کابینه کې ملي يووالی په ريښتينې توګه منعکس شي. کابینه به مو د یوې ګډې مفکورې خاونده واوسي او د نوې کابينې وزیران به د هېواد په ګوټ ګوټ کې خلکو ته مسوول وي."
ولسمشر غني د ولايتي شوراگانو د نويو ټاکل شويو غړيو ستونزې او وړاندېزونه هم واورېدل او ژمنه يې ورسره وکړه چې ژر به ولايتونو ته سفر وکړي.
د فساد په وړاندې يې هم يو وار بيا د جدي مبارزې يادونه وکړه.
"د ملي یووالي حکومت د فساد پر وړاندې د جدي مبارزې هوډ لري او دغه حکومت به ډېر ژر په دې برخه کې اقدامات وکړي."
د افغانستان د نوي حکومت له جوړېدا او د ولسمشر غني د لوړې له مراسمو پوره ١٠٠ ورځې اوښتي دي.
د دسمبر په پيل کې د لندن د کانفرانس پر وخت ولسمشر غني ويلي و چې هېواد ته له ستنېدا دوه يا څلور اوونۍ وروسته به نوې کابينه اعلانوي.








