د طالبانو او پولیسو نښته کې اوه کسان وژل شوي

د عکس سرچینه،
د افغانستان شمالي کندوز ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، د وسله والو طالبانو او پولیسو ترمنځ په جګړه کې اوه کسان وژل شوي دي.
د کندوز د امام صاحب ولسوالس د پولیسو مشر امان الله ابراهیمي وايي، دغه نښته تېره شپه هغه مهال پیل شوه، چې طالبانو پر دوو پولیسو برید وکړ.
د هغه په وینا، په دغه نښته کې دوه پولیس، یو ولسي وګړی او څلور وسله وال طالبان ووژل شول او یو پولیس ټپي شو.
طالبانو د دوو پولیسو د وژل کېدو خبر تایید کړی، خو د خپلو جنګیالیو د وژل کېدو په اړه یې څه نه دي ویلي.
د کندوز امنیه قومندان جنرال عبدالصبور نصرتي تېره ور هم د طالبانو او پولیسو ترمنځ د نښتې خبر ورکړی و.
د هغه په وینا، په پرونۍ نښته کې درې طالبان وژل شوي او دوه نور نیول شوي.
کندوز د افغانستان له نسبتاً ناامنه ولایتونو نه دی، چې طالبان یې پر ځینو برخو کې ډېر نفوذ لري.




