اوباما: افغانستان لاهم "خطرناک" هېواد دی

د عکس سرچینه،
- Author, هدایت الله همیم
- دنده, بي بي سي
په داسې حال کې، چې افغانستان کې د ناټو ځواکونو ۱۳ کلن ماموریت پای ته ورسېد، د امریکا ولسمشر بارک اوباما ویلي، لاهم افغانستان له ځینو "لویو ګواښونو" سره مخامخ دی.
د تېرې یکشنبې پر ورځ په کابل کې د ناټو ځواکونو د یولړ رسمي مراسمو پرمهال په دې هېواد کې د خپل جګړه ییز ماموریت د پای ته رسېدو اعلان وکړ.
اوباما په یوه اعلامیه کې ویلي "اوس، زموږ د نارینه او ښځینه پوځيانو په قربانۍ ورکولو سره، د امریکا په ټول تاریخ کې اوږده جګړه او جګړه ییز ماموریت په مسؤولانه ډول پای ته ورسېد."
دی زیاتوي: "موږ تر نورې نړۍ ډېر خونډي یو او زموږ هېواد ډېر خوندي دی، ځکه چې د القاعدې شبکې مهمې ځالې مو له منځه یووړې او د ترهګرو پلانونه مو شنډ کړل. په افغانستان کې د امریکا حضور افغانانو ته دا فرصت ورکړ چې خپل هېواد ورغوي او لومړۍ ټاکنې وکړي، همداشان د دوی د هېواد په تاریخ کې په لومړي ځل په دیموکراتیک ډول واک ولېږدول شو."
خطرناک ځای
اوباما مني چې "افغانستان لاهم یو خطرناک ځای دی، ځکه چې د افغان حکومت په غوښتنه به په افغانستان کې د امریکا او ایتلافي ملګرو هېوادونو یو شمېر محدود پوځيان د افغان ځواکونو د مرستې او روزنې او همدارنګه د القاعدې شبکې او ترهګرو د ځپلو د عملیاتو لپاره پاتې شي."
ناټو هوډ لري چې په افغانستان کې شاوخوا دوولس زره پوځيان د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې لپاره پرېږدي.
د ځینو رپوټونو له مخې، په تېرو ۱۳ کلونو کې افغانستان کې د ایساف لږترلږه ۳۴۸۵ پوځیان وژل شوي، او په افغانستان کې په تېرې ۱۳ کلنې جګړې نژدې زر میلیارد ډالر لګېدلي دي.
اوباما – چې په عراق او افغانستان کې یې د جګړې ختمول د خپلې مشرۍ له لومړیتوبونو ګڼلي وو – ویلي، چې "وروستي ۱۳ کلونه زموږ د هېواد او وسله وال ځواک لپاره یوه آزموینه وه، خو په عراق او افغانستان کې د ۱۸۰ زرو پوځيانو په مقابل کې کله چې زما مسؤولیت پیل شو، اوس موږ ۱۵ زره پوځيان په دواړو کې لرو. "
بل خوا، د امریکا د دفاع متقاعد کېدونکي وزیر چک هېګل په یوه بله ویناپاڼه کې ویلي "د امریکا متحده ایالتونه هغه پوځي مسؤولیت پای ته رسوي، چې د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر د ۱۱ له پېښو وروسته پیل شوی او د ۲۰۱۵ کال په پیلېدو پای ته رسېږي."
د ویلو ده چې د افغان حکومت او ناټو او امریکا ترمنځ د شوي تړون پر خلاف، اوباما داسې یو تړون لاسلیک کړی، چې افغانستان کې پاتې کېدونکو نړیوالو ځواکونو ته د طالبانو او القاعدې شبکې له غړو سره د جګړې کولو اجازه ورکوي."

د عکس سرچینه، AFP
دا مهال د افغان امنیتي ځواکونو شمېر څه باندې ۳۲۵۰ کسانو ته رسېږي.
د افغان امنیتي ځواکونو امنیتي روزونکي وايي، اوس دوی سمې روزنې ترلاسه کړې دي. دغه ځواکونه لوړ مورال او ښه تجهیزات لري.








