ولسي جرګه دوه ګونو تابعیت لرونکو وزیرانو ته باور رایه نه ورکوي

په پام کې ده چې د افغانستان د نوې کابینې د پیشنهادي غړو لیست په راتلونکو اونیو کې ولسي جرګې ته واستول شي.
د عکس تشریح، په پام کې ده چې د افغانستان د نوې کابینې د پیشنهادي غړو لیست په راتلونکو اونیو کې ولسي جرګې ته واستول شي.

د افغانستان ولسي جرګې پرېکړه کړې چې دوه ګوني تابعيت لرونکو پېشنهادي وزيرانو ته به د تاييد رايه ور نه کړي.

جرګې په نننۍ غونډه کې دريو داخلي کمېسيونونو ته دنده وسپارله چې د نوماند وزيرانو تابعيت او د لوړو زده کړو اسناد و ارزوي او اجازه ور نه کړي چې د دوه ګوني تابعيت لرونکي کسان د رايې اخيستو په بهير کې شامل شي.

په کابل کې زموږ همکار عبدالله ستانکزی پخپل راپور کې وايي، د افغانستان د اساسي قانون له مخې هغه کسان چې د وزير په توګه ټاکل کېږي بايد يوازې د افغانستان تابعيت ولري، خو که د بل هېواد تابعيت هم ولري ولسي جرګه يې د رد او تاييد واک لري.

که څه هم لا د نوې کابينې نوملړ نه دی خپور شوی، خو ولسي استازي مخکنۍ کابينې ته په کتو په دې اند دي، چې ښايي ځينې معرفي کېدونکي وزيران دوه ګونی تابعیت ولري.

د نوماند وزيرانو د معرفي کېدو په درشل کې ولسي جرګې پرېکړه وکړه چې د دوه ګوني تابعيت لرونکي نوماند وزير ته د باور رايه نه ورکوي.

د قانون له مخې د وزيرانو معرفي کول د ولسمشر له واکونو څخه دي، خو د ولسي جرګې له لوري تاييد په کې شرط دی.

د نژدې هرې بلې موضوع په څېر د دوه ګوني تابعيت په اړه هم ولسي استازي سره وېشلي وو.

د حامد کرزي د واکمنۍ پر مهال يو شمېر وزيرانو دوه ګونی تابعيت درلود، خو ژمنه يې کړې وه، چې له بهرني تابعيت نه تېرېږي، که څه هم بيا اسناد وړاندې نه شول.

په پام کې ده چې د افغانستان د نوې کابینې د پیشنهادي غړو لیست په راتلونکو اونیو کې ولسي جرګې ته واستول شي.