کابل ځانمرګي برید کې د ملي اردو ۷ سرتېري وژل شوي

د عکس سرچینه، BBC World Service
د کورنیو چارو سرپرست وزیر جنرال ایوب سالنګي پر خپلې ټویټر پاڼې ویلي د دفاع وزارت پر ګاډي برید کې د ملي اردو ۷ سرتېري وژل شوي او د ولسي وګړو په ګډون ۱۸ کسان ټپیان شوي دي.
تر دې وړاندې کابل کې د استقلال روغتون چارواکو بي بي سي ته ویلي وو چې له غرمې وروسته د کابل ښار لوېدیځ کې د یوې چاودنې په پایله کې ۱۵ کسه ټپي شوي دوی ته رسېدلي.
د کابل امنیې قومندانۍ ویاند حشمت الله ستانکزي پر ټویټر ویلي چې دا یو ځانمرګی برید و او بریدګر پلی روان و.
وسله والو طالبانو د دغې پېښې مسولیت منلی او ویلي یې دي چې د ملي اردو موټر یې په نښه کړی و.

د عکس سرچینه، BBC World Service
چاودنه د کابل دهمزنګ په شیر دروازه سیمه کې د پله پر سر رامنځ ته شوه.
د دفاع وزارت ویاند جنرال ظاهر عظیمي پر خپلې ټویټر پاڼې لیکلي چې ننني برید هدف د دغه وزارت د کارمندانو یو بس و.
تر دې مخکې د کابل پولیسو مشر عبدالرحمان رحیمي ویلي وو چې تر اوسه د مرګ ژوبلې کره شمېرې مالومې نه دي او په دې اړه پلټنې روانې دي.
برید د کابل ژوبڼ او یوه نوي جوړ شوي پارک ته نږدې سیمه کې شوی.
طالبانو په دې وروستیو کې کابل کې ګڼ بریدونه کړي دي. دوه ورځې مخکې د کابل فرانسې کلتوري مرکز کې هم یو ځانمرګی برید شوی و.








