لاریون کوونکو کابل کندهار لاره تړلې

د عکس سرچینه،
د زابل په شاه جوی کې د ولسي خلکو پر کورونو د هاوان مرمۍ د لګېدو له کبله د یوې ماشومې نجلۍ په شمول پنځه ولسي وګړي وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.
ځاي اوسیدونکې ادعا کوي، چې دهاوان مرمۍ د افغان پوځیانو له خوا د دوې پر کورنو توغول شوې، چې په غبرګون کې یې نن سهار(دسمبر ۱) سلګونو ځايي اوسیدونکو د کندهار- کابل لویه لاره د ترافیک پر مخ تړلې ده.
خو سيمه یيز چارواکي وايي، مرمۍ وسله والو طالبانو توغولې ده او د ولسي خلکو پر کورونو لګېدلې ده.
د عبدالله په نوم یو لاریون کونکی وایي، تر هغو به لاره نه پرا ننیزي چې حکومت ورسره انصاف ونه کړي.
د زابل مرستيا والي محمدجان رسوليار د پېښې د پخلي تر څنګ وايي، چې په پېښه کې ۷ تنه ټپيان شوي او ۳ تنه وژل شوي دي، چې وايي ماشومان هم په کښې شامل دي.
محمد جان رسولیار وايي:"تېره ورځ شاوخوا ۲ بجې وسله والو مخالفینو د محلي پولیسو پر پوستو برید کړی او د دغه برید په ترڅ کې ۳ ولسي وګړي وژل شوي او ۷ نور ټپیان دي."

د عکس سرچینه، AP
رسولیار وايي، سیمې ته پلاوی استول شوی چې د ستونزې د حل لپاره لارې چارې ولټوي، ځکه په دغه لاره ولسي وګړي تګ راتګ کوي او په لاره کې ناروغان چې د درملنې په موخه له کوره را بهر شوي د لارې د پرانیستل کېدو په تمه دي.
نوموړي هغه ادعاوې هم رد کړې چې ویل کېدل، دغه برید محلي پولیسو کړی، وايي چې محلي پولیس درنه وسله نه لري.
د نوموړي په وینا، دغه ادعا وې د مخالفینو په هڅه تر سره کېږي، چې غواړي محلي پولیس له سیمې بهر شي، ځکه چې محلي پولیسو په سیمه کې سوله او ټیکاو را منځ ته کړي دي.








