زابل کې وسله والو ۶ کسه له تښتولو وروسته وژلي

دغه شپږ جسدونه د زابل د مرکز په ترنک سيمه کې موندل شوي دي
د عکس تشریح، دغه شپږ جسدونه د زابل د مرکز په ترنک سيمه کې موندل شوي دي

د افغانستان د سویلي ولايت زابل مرستیال والي محمد جان رسولیار وایي، وسلوالو طالبانو هغه شپږ تنه چې څو اوونۍ وړاندې د کندهار- کابل د لويې لارې په اوږدو کې تښتولي وو، وژلي دي.

ښاغلی رسولیار وایي، د دغو کسانو جسدونه تیره شپه (سه شنبې) د کلات ښار اړوند د ترنک په سيمه کې په داسې حال کې موندل شوي چې د توپک په ګولیو وژل شوي دي.

د زابل د ځايي چارواکو دغه ادعا چې دغه کسان وسله والو طالبانو وژلي، په خپلواک ډول نه ده تاييد شوې.

د زابل امنیتي چارواکي وایي وسلوالو کسانو ښایي دغه کسان په دې تور چې ګواکې افغان پوځیان دي وژلې وي.

د دغه ولایت د امنیت آمر غلام جیلاني فراهي وایي چې د وژل شويو کسانو مړي دمګړۍ په روغتون کې دي.

دوی وايي دا لا نه ده روښانه، چې وژل شوي څوک او د کوم ولایت اوسیدونکي دي.

وسلوالو طالبانو تر اوسه ددغې پیښې په اړه څه نه دي ویلي.

دا لومړی ځل نه دی چې د افغانستان په سویل کې دا ډول پېښې رامنځته کېږي.

تر دې وړاندې هم څو ځله دا ډول پېښې شوي او ځايي چارواکو يې پړه پر وسله والو طالبانو اچولې ده.