مشرف: پاکستان د غني له تګلارې خوښ دی

"د اشرف غني د هند پر لور د کږېدو په اړه غبرګون په بشپړه توګه منفي و.
د عکس تشریح، "د اشرف غني د هند پر لور د کږېدو په اړه غبرګون په بشپړه توګه منفي و.

داسې فکر کیږي چې د پاکستان پخواني ولسمشر پرویز مشرف هغه وخت په خپلې محاسبې کې یوه لویه غلطي وکړه چې ۱۸ میاشتې مخکې د جلاوطنۍ نه بیرته پاکستان ته ستون شو. هغه فکر کاوه چې د هېواد خلک به د ده ملاتړ وکړي او دی به بیا واک ترلاسه کړي. خو نوموړی هلته د خیانت او قتل له تورونو سره مخامخ شو.

د بي بي سي د هارډ ټاک (سختو خبرو) خپرونې خبریال، سټیفن سکر، له پرویز مشرف سره دا مرکه کړې.

پوښتنه:

تېرځلې چې ما له تاسو سره خبرې کولې تاسو لا هم په جلاوطنۍ کې وئ، تاسو ویل چې غواړئ بېرته پاکستان ته ستانه شئ او باور مو درلود چې د پاکستان په سیاست کې به مهمه ونډه ولرئ.

خو نن دلته ناست یاست او په لوړ خیانت او قتل باندې تورن یاست. آیا تاسو دا منئ چې په محاسبې کې مو ستره غلطي کړې ده؟

پرویز مشرف:

نه، نه زه داسې فکر نه کوم. ما یوه سنجول شوې پرېکړه کړې وه، زه پوهېدم چې زما پرضد به قضېې موجودې وي، خو ښايي نه پوهېدم چې تر دې حده به وځورول شم.

زه د ټولو تورونو څخه هم خبروم. ما یوه سنجول شوې فیصله وکړه، ماغوښتل چې بېرته خپل هیواد ته لاړ شم، ما نه غوښتل چې په جلاوطنۍ کې ژوند وکړم.

او دویم دا چې ما د هېواد اود پاکستان د خلکو حالت لیده، په تېرو شاوخوا شپږو کلونو کې هغوی باندې یو ناوړه حالت تپل شوی و، نو ما فکر کاوه چې په دې هکله باید یو څه وشي. خو دا چې زه به وکولای شم په دې کې ونډه واخلم، هغه به په راتلونکي کې مالومه شي.

په لنډه موده کې کېداي شي وویل شي چې دا غلطه محاسبه وه خ وپه اوږد مهاله کې داسې نه ده. حالات په بدلېدو دي.

پوښتنه:

خو په دې کې تر یوه حده پورې کبر هم موجود و، که نه؟ لوړ پوړو پوځي سرچینو تاسو ته مشوره درکړې وه چې هېواد ته بېرته ستنیدل به نه یوازې ستاسو خپلو ګټو پرخلاف وي بلکه د یوې موسسې په توګه د پوځ د ګټو پرخلاف به هم وي، خو تاسو پر دې مشورې سترګې پټې کړې.

پرویز مشرف:

ما یو شعاردرلود چې پاکستان ترهر څه لومړی. ما خپلې ټولې فیصلې پرهمدې بنسټ کولې، پاکستان لومړی. هر چا چې مشوره راکړي وي، هغه صرف یوه مشوره ده، دا چې زه یې منم که نه، هغه زما خوښه ده. زه په خپله طریقه شیان سنجوم او وینم. لس کاله مې پاکستان کې حکومت کړی دی، زه د پاکستان چاپیریال پیژنم، د پاکستان د عادي خلکو د فکر نه خبر یم او پوهېږم چې پاکستان څه ته اړتیا لري. مشورو ته هرکلی وایم خو دا چې زه ېې منم که نه هغه کاملا په ما پورې اړه لري.

پوښتنه:

راځئ چې په مشخصه توګه د هغو شرایطو په اړه وغږېږو چې تاسو اوس ورسره مخامخ یاست. تاسو په لوړ خیانت او په ۲۰۰۷ کې د بېنظیر بوټو د وژنې په تړاو په قتل تورن یاست. آیا تاسو په عمل کې په کور کې بندي یاست؟ آیا څومره کولای شئ پاکستان کې شاوخوا وګرځئ؟

پرویزمشرف:

نه، زه کاملا آزاد یم، په کورکې هېڅ بندي نه یم. او دا تورونه د مبالغې نه ډک او کاملا سیاسي دي. پر ما باندې ظلم کېږي. خو زه ډاډه یم چې په پای کې به عدالت بریالی شي.

ما باید دا فیصله کړې وای. که ما غوښتل چې پاکستان ته بېرته ستون شم باید چې دا ستونزې مې ګاللې وای. که له تورونو وېرېدلای وای نوهېڅکله پاکستان ته نه شوای راتلای. هر کله چې پاکستان ته راغلی وای نو دا تورونه به و. زما باید د دغو تورونو ځواب ویلای وای اوهمدا کار مې وکړ او یوه زړوره فیصله مې وکړه.

زه اوس یو آزاد سړی یم، هرځای ته تلای شم. له اسلام آباد نه مې کراچۍ ته سفر وکړ، کراچۍ کې هم شاوخوا ګرځم خو ځینې امنیتي اندېښنې هم شته دي چې یو لړ محدودیتونه ېې رامنځته کړي دي، له دې پرته زه کاملا آزاد ګرځم.

پوښتنه:

خو له هېواده نشئ وتلای، وتلای شئ؟ در باندې بندیز لګول شوی دی.

پرویز مشرف:

هو، هو

پوښتنه:

تاسو د امنیتي اندېښنو خبره وکړه. فکر کوم چې د اپریل په میاشت کې و، یو کاروان ته ډېر نژدې چې تاسو پکې هغه وخت سفر کاوه د بم چاودنه وشوه. واضحه ده چې امنیتي اندېښنې شته دي. تاسو وايې چې د پاکستان د عادي خلکو سره په تماس کې یاست، خو زه فکر کوم چې تاسو له عادي خلکو سره هېڅ اړیکه نه لرئ. ستاسو یوه پخواني ملګري جنرال طلعت مسعود ستاسو په اړه ویلي که دی فکر کوي چې په پاکستان کې به سیاسي راتلونکی ولري نو په خیال کې به ژوند کوي.

پرویزمشرف:

زه نه غواړم د جنرال طلعت مسعود په اړه خپل نظر ووایم. تاسو ورسره مرکې کوئ. هغه د میخانیک اوالکترونیک یو انجینیر دی. د عیني واقعیتونو نه اصلا هېڅ خبر نه دی. خو په انګلیسي ژبه ښه پوهېږي، تلویزیون کې مرکې کوي او تاسو تر اغېزلاندې راولي. هغه د عیني واقعیتونو څخه هېڅ خبر نه دی.

پوښتننه:

آیا تاسو خبر یاست؟

پرویز مشرف:

هو، یقینا، زه د عیني واقعیتونو نه ښه خبر یم. هره ورځ د پاکستان د ګوټ ګوټ څخه په لسګونو خلکو سره وینم، د بلوچستان، خیبر پښتونخوا، پنجاب او سند خلکو سره، هم د ښاري اوهم د کلیوالو سیمو، هم تعلیم یافته اوهم بې سوادو خلکو سره ګورم. د جنرال طلعت مسعود نه پوښتنه وکړئ چې څومره خلکو سره یې لیدلي دي؟

پوښتنه:

د دې پر ځاي چې له هغه نه وپوښتم، غواړم له تاسو نه یو څو نورې پوښتنې وکړم. یو متل دی چې وايي هرهغه څه چې ځي او راڅرخي، هغه بېرته راځي. دا متل ستاسو په هکله ډېره عملي بڼه لري. د پاکستان د پوځ مشر، چې په کودتا او د نواز شریف د حکومت په نسکورولو کې ېې رول درلود، اته کاله د پوڅ د مشر او بیا ولسمشر په توګه واکمن و، اوس په داسې حال کې دلته ناست دی چې نوازشریف چې تاسو نسکور کړی و، بیا په دېموکراتیکه توګه ټاکل شوی لومړی وزیر دی او تاسو د پاکستان د قانون د بشپړ ځواک سره مخامخ یاست. نو هرهغه څه چې ځي او راڅرخي هغه بیرته راځي.

پرویزمشرف:

خوهغه څه چې ځي او راڅرخي، په وار واربیرته راګرځي. که تاسو اوسنیو حالاتو ته وګورئ نو وینئ چې د پاکستان خلکو دا حکومت په بشپړ توګه رد کړی دی. د حکومت مشروعیت په پراخه توګه د پاکستان د خلکو له خوا ترنیوکولاندې دی. که د خلکوعمومي اعتراضیه غونډو او په سلګونو زره خلکو ته وګورئ نو عیني واقعیت همدغه دی. دا تګ او راتګ د دوئ لپاره هم روان دی. داهېواد په داسې یوه سیمه کې دی چې حالات ېې ډېر څپ څپانده دي او بدلون مومي.

پوښتنه:

نواز شریف په پاکستان کې یوه پیاوړی دېموکراتیک واک لري. د یوې وروستۍ سروې له مخې دپاکستان ۶۰ سلنه خلک د هغه ملاتړ کوي، سره له دې چې ځینې د ډېر شورماشور نه ډکې مظاهرې هم د هغه پرخلاف شوې دي، خو له بلې خوا له تاسو سره اوس په پاکستان کې د هېچا ملاتړ نشته.

پرویزمشرف:

زه له دغو شمېرو سره هېڅ موافق نه یم. زه دا شمېرې هېڅ نه منم. د دې حکومت مشروعیت په ډېره ټیټه کچه دی، نه پوهیږم چې چا تاته ویلي چې ۶۰ سلنه خلک له حکومته ملاتړ کوي. دا مطقا غلطه او کاملا بې بنسټه ده. هر څوک چې واقعیت ویني او له واقعیته خبر دی پوهېږي چې دا شمېرې د خندا وړ او غلې دي.

زه پوهېږم چې په خلکو کې څومره محبوبیت لرم، پوهیږم چې په ۲۰۰۷ او ۲۰۰۸ کلونو کې زما محبوبیت کم شوی و، خو وروسته د دې حکومت او د تېر حکومت د محبوبیت له خرابېدو سره زما محبوبیت بېرته ښه شو. هر څوک پوهیږي چې د پاکستان د خلکو په نظر کې ېې محبوبیت څومره دی.

پوښتنه:

تاسو ومنله چې په ۲۰۰۷ او ۲۰۰۸ کلونو کې مو محبوبیت کم شوی و. دا هماغه وخت و چې تاسو د خیانت او قتل د تورونو سره مخامخ شوی. آیا اوس تاسو دا منئ چې د مشر قاضي او نورو قاضیانو برطرفه کول، او د پاکستان د اساسي قانون د بنیادي اصولو ننګول ستاسو یوه ډېره بده تېروتنه وه؟

پرویز مشرف:

نه، هیڅکله نه، مطلقا نه. تاسو چې په لندن کې ناست یاست باید وپوهیږئ چې پاکستان، پاکستان دی، بریتانیا نه ده. دلته ډېر داسې مسایل و چې د پاکستان د حکومت راتلونکی ېې په خطر کې اچوه. له دې امله باید یو ګام پورته کړای شوی وای، او داسې نورې مسلې هم وې چې اساسي قانون کې ېې ځواب نه و موجود. نو ځکه پوځ راغی چې د حکومت او اساسي قانون ترمنځ اختلاف حل کړي.

پوښتنه:

خو دغې مداخلې وضعه نوره هم خرابه کړه، پاکستان په کلونو کلونو کوشش وکړ چې باثباته ملکي موسسې جوړې کړي خو تاسو په خپلې پوځي سابقې سره هغه له منځه یوړې.

پرویز مشرف:

هاها، ستونزه دا ده چې په لوېدیځ کې خلک دې چارې ته په همدې نظر ګوري. نورې نړۍ ته وګورئ، شمالي افریقا، منځنی ختیځ، د خلیج په سیمې او دلته څه تېرېږي. دا ټول د دېموکراسۍ په اړه ستاسو ناسم پوهاوی دی، تاسو غواړې چې د نړۍ په هرځای کې خپل ډول دېموکراسي وتپئ. دا نشي کېدای، هرهېواد کې یو لړ مسایل او یو چاپیریال شته چې هغوی باید د دغه چاپیریال پر بنسټ ګامونه وکړي، نه د لوېدیځ اوبریتانیا د چاپیریال پر بنسټ.

پوښتنه:

تاسو پرهغې دېموکراسۍ باورنلرئ چې په لندن او واشنګټن کې ېې تعریف کېږي، تاسو هېڅکه پر دېموکراسۍ باور نه درلود.

پرویزمشرف:

زه پر دېموکراسۍ ډېر باورلرم، خو پرهغې دېموکراسۍ باورنلرم لکه چې تاسو وویل په لندن او واشنګټن کې ېې تعریف کېږي او باید پر پاکستان وتپل شي. موږ باید پردېموکراسۍ باور ولرو خو باید د پاکستان د اړتیاو سره سم ورته سمون ورکړو نه د بریتانیا اوامریکا د چاپیریال سره.

پوښتنه:

په لنډه توګه غواړم د قتل او د قتل د دسیسې د هغې روانې قضېې په اړه وپوښتم چې تاسو ورسره مخامخ یاست. که څه هم محاکمه لا نه ده تر سره شوې اوموږ باید احتیاط وکړو. دا قضیه په ۲۰۰۷ کال کې د بېنظیر بوټود قتل په اړه ده. فکر نه کوئ چې بېنظیر بوټو ته د یو مناسب امنیت په برابرولو کې ناکامي موجوده وه؟

پرویزمشرف:

نه، نه، ناکامي نه وه موجوده. زه فکرکوم تاسو باید ځان پوه کړئ چې په ریښتیا هلته څه پېښ شوي و. کله چې بېنظیره د هر ډول امنیت سره هلته راغله، تقریبا دوه ساعته هلته وه اوخلکوته ېې وینا وکړه، بیا له غونډې ووتله او په خپل موټرکې کښېناستله، تردې وخته هغه مصونه وه، امنیت ېې ډېرعالي و، هغه راغله او په زرګونو خلکوته ېې ځان څرګند کړ، په یو داسې موټرکې وه چې د بم چاودنې پرضد خوندي و اوهغه هم خوندي وه، امنیت ېې ښه و. خوچا ورته ویل چې له موټر نه راووځي. آیا امنیتي خلکو ورته وویل؟ نه اصلا نه، او دا هغه وخت و چې غمیزه پېښه شوه. نو ولې څوک امنیتي ځواکونه ملامتوي؟ دا د هغې خپله فیصله وه او له بده مرغه غمیزه پېښه شوه.

پوښتنه:

راځئ چې د حالاتو لوی تصویر ته وګورو چې څه پېښیږي، پاکستان کې د ډېرو په نظر ستاسو قانوني برخلیک د یوې بلې سترې پوښتنې سره تړلی دی، اوهغه دا چې آیا د پاکستان د پوځي او ملکي مقاماتو تر منځ د واک په انډول کې به کوم با مفهومه بدلون رامنځته شي که نه؟ د مثال په توګه نواز شریف چې په دېموکراتیکه توګه ټاکل شوی لومړی وزیر دی په تېرو څو میاشتو کې د خپل واک په کارولو په امنیتي چارواو بهرنیو چارو کې ځینې ګامونه پورته کړي، هڅه کوي چې ډیلي سره اړیکي تاودې کړي، د افغانستان نوی ولسمشر اشرف غني سره ېې ډېرې تاودې اړیکي ټینګې کړې دي. داسې ښکاري چې پوځ دغسې کارونه نه خوښوي، پوځ تل دفاعي او بهرنۍ چارې د خپل فعالیت ډګرونه بولي، دلته یوه مبارزه روانه ده، داسې نه ده؟

پرویز مشرف:

نه، نه، داسې نه ده، دا یوازې په بهر کې او تر یوه حده د هېواد دننه ځینې خلک داسې فکر کوي. هغوی فکر کوي چې دفاعي او بهرنۍ چارې د پوځ له خوا اداره کېږي، داسې نه ده.

خو دا هغه وخت پېښیږي چې حکومت ونشي کولای تګلارې اوستراتیژي جوړه کړي، یا په واضحه توګه ناسمې تګلارې جوړې کړي. که د حکومت کار په دې تړاو سم وي نو هر څوک یو فکر کوي. او دا چې تاسو وايې د نواز شریف حکومت د هند پر لور کږېږي او د مودي او اشرف غني سره اړیکې تودوي، د اشرف غني په اړه باید ووایم چې په ریښتیا په ټول پاکستان او په پوځ کې هم غبرګونونه ډېر مثبت و، خو د هند پرلور د نواز د کږېدو په اړه غبرګون په بشپړه توګه منفي و، که تاسو واقعیتونو ته وګورئ، د پاکستان خلکو د ده کارونه هېڅ نه دي خوښ کړي.

پوښتنه:

زه هم دغې خبرې ته اشاره کوم او تاسو په خپله دغو مسلوته لمن وهئ، آیا تاسو د یوه تجربه لرونکي پوځي په توګه دا سمه بولئ چې ښاغلي مودي لا تر اوسه کوم کار نه دی کړی او تاسو وایې چې هغه د مسلمانانو ضد او د پاکستان ضد دی؟ تاسو دا هم ویلي چې هندي کشمیر کې اوسېدونکي خلک لمسونې غواړي، داسې ښکاري لکه چې تاسو غواړئ د هند او پاکستان ترمنځ بیا یوه نښته رامنځته شي. ولې داسې کوئ؟

پرویزمشرف:

نه، نه، زه هېڅکله داسې نه کوم. زه صرف د پاکستان د مرام او د ملي ګټو دفاع کوم. د کشمیر د لانجې حل د پاکستان په ګټه او د خلکو ارمان دی. تسلیمېدل نه. دکشمیرلانجه د ملګرو ملتونو له خوا په رسمیت پېژندل شوې ده. زه کومه نوې غوښتنه نه کوم. د کشمیر مسله د ۱۹۴۸ کال راهیسې د یوې لانجمنې مسلې په توګه په رسمیت پیژندل شوې ده. موږ باید دا مسله د ویاړاو د هیواد د عزت او هند سره د مساوي حاکمیت په درلودو حل کړو. ټولو ته مالومه ده چې د هند لومړی وزیر د مسلمانانوضد او د پاکستان ضد دی، هو ما دا خبره کړې ده.

پوښتنه:

تاسو څنګه دا خبره کړې چې که اړتیا پېښه شي د هند پر ضد به د اتومي وسلو کارولو نه ډډه و نه کړئ.

پرویز مشرف:

ما هېڅکله دا خبره نه ده کړې، ماهېڅکله دا نه دي ویلي.

پوښتنه:

په تېرو څو میاشتو کې ستاسو په ټولو خبرو کې د هند ضد احساسات لیدل کېږي، او تاسو هغه نظر پوښتنې هم نه خوښوئ چې وايي د پاکستان ۶۰ سلنه نه زیات خلک هند سره تاوده اقتصادي او تجارتي اړیکې غواړي. دا د خلکو غوښتنه ده.

پرویزمشرف:

زه داسې فکر نه کوم. زه فکر نه کوم چې دا به واقعیت وي. دوی غواړي چې له پاکستان سره ښې اړیکې ولري خو په عین وخت کې دا اړیکې باید د مساوي حاکمیت پر بنسټ ولاړې وي او زمونږ عزت او خپلواکي باید په کې وساتل شي. هېڅوک نه غواړي چې وځپل شي او سپکاوی ورته وشي او بیا هند سره ښې اړیکي ولري. که تاسو د پاکستان په کوڅو کې د عادي خلکو نه وپوښتئ ‎ټول د تسلیمېدو له تګلارې نه کرکه لري. زه د هند ضد نه یم، زه فقط د پاکستان په مرامونو باور لرم او پ رمساوي بنسټ د لانجو حل غواړم.

پوښتنه:

غواړم د هغو دوو مهمو فیصلو په اړه وپوښتم چې تاسو د خپل کار په وخت کې کړې وې او اوس چې پ رکار نه یاست راته په صراحت سره ځواب راکړئ. یوه د اتومي ساینس پوه عبدالقدیر خان په اړه ده. تاسو او ټول پاکستان د هغه د دې کار ستاینه وکړه چې پاکستان ته ېې اتومي پوهه او اتومي وسله ورکړه، خوهغه ځینې هیوادو لکه شمالي کوریا ته هم اتومي تکنالوژي ورکړه. کله چې تاسو د پوځ مشر او بیا ولسمشر وۍ تاسو ویلي و چې په دې کار هېڅ خبر نه وۍ. خوعبدالقدیر خان ویلي چې ټول کارونه ستاسو په لاس کې و او تاسو د اتومي مالوماتو په خپرولو کې مرسته کړې وه. اوس چې په واک کې نه یاست په ریښتیا ووایاست چې له هر څه نه خبر وۍ؟

پرویزمشرف:

که هغسې چې تاسو وایاست هغه ویلي وي، او په خپل کتاب کې ېې هم لیکلي، زه فکر کوم چې دروغ وايي. زما لنډ ځواب دا دی چې هغه دروغ وايي.

پوښتنه:

خو ښاغلی مشرف، په پاکستان کې هېڅوک پر دې باور نه کوي. که تاسو د پوځ د مشر او ولسمشر په توګه د عبدالقدیر خان د ډېرو بهرنیو سفرونو څخه هېڅ خبر نه وۍ، نو دا په حقیقت کې ستاسو ډېره بې کفایتي ښيي.

پرویزمشرف:

تاسو د یو کال خبره کوئ، هغه د اتیایمې لسیزې د لومړیو کلونو راهیسې پر دې کارونو بوخت و، تاسو یوازې ۱۹۹۹ کې زما د کار وخت یادوئ؟

پوښتنه:

تاسو ډېره موده لوړ پوځي مقام درلود او بیا ولسمشر شوۍ.

پرویزمشرف:

ګورئ تاسو خبر نه یاست، کله چې زه راغلم، په یو کال کې مې هغه له کاره ګوښه کړ، په ۱۹۹۹ کې مې هغه له کاره ګوښه کړ، تاسو خبر نه یاست.

پوښتنه:

واقعیت دا دی چې تاسو تر ډېر وخت پورې هغه پضد کوم ګام پورته نه کړ، او وروسته موله هغه څخه د قرباني په توګه کار واخیست.

پرویز مشرف:

نه، اصلا داسې نه وه، کال او میاشت مې دقیقا په یاد نه دي خو یقینا چې په ۲۰۰۰ یا ۲۰۰۱ کال کې مې هغه له کاره ګوښه کړ.

پوښتنه:

جالبه ده چې تاسو دا وایاست. وروستی شی چې غواړم په هکله ېې وپوښتم د امریکایانو سره د اړیکو په باب ده. شک نشته چې امریکایانو پر تاسو ډیر فشار راوړ چې عبدالقدیر خان لرې کړئ. امریکایانو د ډرون یا بې پیلوټه الوتکو څخه د کار اخیستلو په اړه هم پر تاسو ډېر فشار اچولی و، زه فکر کوم تاسو دا منلې وه چې امریکایانو ته مو اجازه ورکړې وه د پاکستان په خاوره کې د ډرون الوتکو څخه کار واخلي. همداسې وه؟

پرویزمشرف:

نه، داسې نه وه. ستاسو لومړۍ خبره غلطه ده چې واېئ پر ما ېې فشار اچولی و چې عبدالقدیر خان لرې کړم. اصلا داسې نه وه. هېڅ فشار نه و. کله چې ماته ټول دلایل او واقعیتونه وویل شول او مستند شواهد ېې راته وښودل ما هغه لرې کړ.

پوښتنه:

تاسو په دې وروستیو کې یوې امریکايي تلویزیوني شبکې ته وویل چې هو ما د ډرون الوتکو ځینو ټاکلو بریدونو ته اجازه ورکړې وه. دا لومړی ځل دی چې یو مشر پاکستانی سیاستوال په ډاګه دا خبره کوي.

پرویز مشرف:

نه، ما د ډرون د ټولو بریدونو په هکله داسې نه و ویلي، ما د یوې یا دوو پېښو په اړه ویلي و.

پوښتنه:

خو په اصولو کې دې اجازه ورکړې وه.

پرویزمشرف:

په اصولو کې موږ اجازه نه وه ورکړې، هغوی په خپل سر دا بریدونه کول، خو، هو، په یو یا دوو مواردو کې چې یو مهم هدف موجود و، ما اجازه ورکړې وه. زه دا هېڅ نه منم چې موږ هغوی ته اجازه ورکړې وه چې د ډرون الوتکو بریدونه وکړي.

پوښتنه:

غواړم بیا وپوښتم چې دا خبره په بشپړه توګه روښانه شي. پاکستان تل دا رد کړي او ویلي یې دي چې امریکایان زموږ له اجازې پرته دا او هغه کوي، خو تاسو بل څه وایاست، تاسو وایاست چې په ځینو مواردو کې پاکستان امریکایانو ته اجازه ورکړې او په ګډه ېې ورسره کار کړی چې د ډرون الوتکو بریدونه وکړي.

پرویزمشرف:

زما خبرې مه تحریفوئ. ما نه دي ویلي چې په ځینو مواردو کې، ما وویل چې په یو مورد کې. د دې دوه خبرو تر منځ توپیر ډېر دی. زما د کار په وخت کې د ډرون الوتکو تقریبا ۹ بریدونه شوي و، زه د یو برید په اړه غږېږم، چې هغه وخت یو فرصت موجود و او موږ ته د یوې مهمې ترهرګرې ډلې په اړه ثبوت او شواهد وښودل شول او موږ دغه برید ته اجازه ورکړه.