کابل کې ځانمرګي ۳ وژلي او له ۳۰ زيات ټپيان کړي

د دغې پېښې مسولیت تر دې دمه کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د دغې پېښې مسولیت تر دې دمه کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی

د افغانستان په پلازمېنه کابل کې نن سهار (نوامبر ۱۶) د یوه ځانمرګي برید په ترڅ کې ۳ ولسي وګړي وژل شوي او ۳۲ نور ټپیان دي.

دغه برید د کابل په لویدیځه برخه کې د افغانستان ملي شورا ودانۍ ته نژدې تر سره شوی.

د کابل د پولیسو ویاند حشمت ستانکزي بي بي سي ته وویل، دغه پېښه نن سهار شاوخوا ۱۰ بجې د شپږمې حوزې اړونده سیمه دارالامان پر سرک شوې، چې په ترڅ کې ۳ کسان وژل شوي او ۳۲ نور ټپیان دي.

د دغه برید موخه د ولسي جرګې غړې شکریې بارکزۍ موټر و چې د نوموړې او موټر چلوونکی يې د ټپیانو په ډله کې شامل دی. د افغانستان ولسي جرګې غړې شکریه بارکزۍ له دغه بریده روغه وتلې، چې مخامخ پرې وشو.

ځانمرګي برید ګر، هغه موټر ته چې له چاودېدونکو توکو ډک کړی و، د ملي شورا ودانۍ ته نژدې د مېرمن بارکزۍ موټر ته څېرمه پر یوه فرعي سړک چاودنه ورکړه.

له دغه بریده شکریه بارکزۍ روغه وتلې

د عکس سرچینه، b

د عکس تشریح، له دغه بریده شکریه بارکزۍ روغه وتلې

حکومتي او د روغتون چارواکي وايي، مېرمن بارکزۍ دغه برید کې برسیرنه ټپي شوې ده او هغه رپوټونه یې هم رد کړي، چې ګواکې د نوموړې د کورنۍ کوم کس دغه برید کې وژل شوی دی.

کابل پولیسو دغه پېښه تایید کړې او وايي، چې دا یوه لویه چاودنه وه. د کورنیو چارو د وزارت ویاند صدیق صدیقي په خپله ټویټر پاڼه کې لیکلي و، چې په دغه پېښه کې شکریه بارکزۍ ته زیان نه دی رسېدلی، خو وايي ۳ ولسي وګړي وژل شوي دي او ۱۷ نور ټپیان دي.

د افغانستان د ملي شورا یوې وکیلې هیلۍ ارشاد بي بي سي ته وویل، چې دغه پېښه کې د ملي شورا غړې شکریې بارکزۍ موټر په نښه شوی دی.

مېرمن هیلۍ چې د امنیت له روغتونه یې بي بي سي سره د تلیفون په کرښه خبرې کولې د مېرمن بارکزۍ د روغتیا په اړه یې وویل، چې نوموړې یو څه ټپي شوې.

سیمه ییزو رسنیو په دغه پېښه کې د یو شمېر زده کوونکو ټپي کېدو خبر ور کړی.

د دغې پېښې مسولیت تر دې دمه کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.

د کندهار بريد