۲۰۰ ښځینه پولیسې د زده کړو لپاره ترکیې ته لاړې

لومړی ځل د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ۲۰۰ ښځینه پولیسې د زدکړو په موخه ترکیې ته ولیږلې چې دغه پورته شوی ګام بې ساري بلل کېږي.
د ښځینه پولیسو ډېروالی د افغان حکومت د کارونو په لومړیتوبونو کې شمېرل کېږي ، خو لا هم پر افغان حکومت د نړیوالو دغه نیوکه په خپل ځای ده، چې وايي په دغې برخه کې پام وړ چارې نه دي ترسره شوي.
د زدکړې دغه سفر به څلور میاشتې وغځیږي.
زمزمه نیازۍ چې د دغو ښځینه پولیسو سره د کابل تر هوایي ډګره ملګرې وه خپل رپوټ کې کاږي، چې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د ښځینه و پولیسو د شمېر په ډېر والي کې نوی ګام پورته کړ.
ټاکل شوې وه د روان زیږدیز کال تر پایه د ښځینه پولیسو شمېر پنځه زره کسانو ته ورسیږي، خو اوس مهال یې شمېر یواځې دوه زره درې سوه کسانو ته رسیدلی دی.
د کورنیو چارو وزارت د ښځو د برخې مشره حکمت شاهي وایې، د ښځینه پولیسو د جذب لپاره یې ډېرې اسانتیاوې برابرې کړي دي.
هغه وايي د ښځینه پولیسو په لیکو کې د شمېر ډېر والی د دوی د کارونو په لومړیتوبنو کې راځي.
د د غو ښځینه پولیسو په ډله کې چې ترکیې ته روانې وې، یوه هم شبنم نومیده نوموړې وایې، د کورنۍ په خوښه د پولیسو له لیکو سره یو ځای شوې او دا چې د کورنۍ ډېری غړي یې د پولیسو افسران وو، هغه هم هڅول شوې چې په پولیسو کې دنده تر سره کړي.
په ټوله کې د افغان پولیسو شمېر له ۱۵۷ زرو کسانو ډېر دی چې یو سلنه یې ښځینه پولیسې جوړوي.
د کورنیو چارو وزارت په پام کې لري چې په راتلونکی کال کې د ښځینه پولیسو شمېر لسو زرو ته لوړ کړي.
د افغانستان په دودیزه ټولنه کې ښځی د پولیسو له لیکو سره نه یو ځای کېږي
او ځیني رپوټونه یې لامل د ښځینه پولیسو جنسي ځورونه بولي چې دغه کړنه هم ډېر ځله د لوړپوړو افسرانو له خوا ترسره کېږي .








