چین: ګاونډیان دې افغانستان کې لاسوهنه نه کوي

ښاغلي غني وويل: حکومتي ادارو کې به اصلاحات رامنځته شي
د عکس تشریح، ښاغلي غني وويل: حکومتي ادارو کې به اصلاحات رامنځته شي

د چین لومړي وزیر لي که چیانګ ویلي باور لري چې افغانستان خپلې کورنۍ ستونزې او مشکلات په خپله حلولی شي.

نوموړي د افغانستان پر ګاونډیو هېوادونو غږ وکړ چې د افغانستان په کورنیو مسایلو کې د لاسوهنې پر ځای دې په سیمه کې د سوله یېزې فضا په برابرولو کې مرسته وکړي.

نوموړي له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره په ګډه وینا کې وویل چې نړۍ باید د افغانستان د خپلواکۍ او په خپل ځان د بسیاینې قدر وکړي او د دوی په کورنیو مسایلو کې دې لاسوهنه نه کوي.

پر همدې مهال افغان ولسمشر محمد اشرف غني له وسله والو طالبانو غوښتي، چې بين الافغاني خبرو کې ګډون وکړي.

ښاغلي غني د چين بيجينګ ښار کې د اسيا زړه هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو غونډې ته وينا کې له نړيوالې ټولنې هم وغوښتل، چې له دغه افغان بهيره ملاتړ وکړي.

چين ته د بي بي سي لېږل شوى خبريال خليل نوري په خپل رپوټ کې کاږي، دا لومړى ځل دى، چې ښاغلى غني د افغانستان د ولسمشر په توګه وسله والو طالبانو ته دغه ډول وړانديز کوي.

غني له دې مخکې طالبان د حکومت سياسي مخالفان بللي او ټينګار يې کړى، چې'سوله د افغانانو لومړنۍ هيله ده' د بي بي سي خبريال وايي، ښاغلي غني له افغانستان سره د نړيوالې ټولنې له مرستو مننه وکړه او وايي، د سولې اصلاحاتو او ودې پر خپلو ژمنو ټينګ ولاړ دى.

پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي د خپلې ١٣ کلنې واکمنۍ پر مهال له طالبانو بيا بيا غوښتي وو، چې له جګړې لاس واخلي او د سولې له بهير سره يو ځاى شي.

خو د نوموړي هڅو کومه پام وړ پايله نه درلوده.

ښاغلي غني وويل:"حکومتي ادارو کې به اصلاحات رامنځته شي، زموږ اقتصاد نوي پړاو ته ننوتى، هاغه مهال چې د ولسمشر په توګه مې کار پيل کړ، زموږ بوديجه له ستونزو او لږوالي سره مخامخ وه، خو اوس موږ اقتصادي سسټم ته ژمن يو، چې پر مټ يې اوبو، ځمکو او معادنو ته وده ورکړو، زموږ متشپثينو سره مرسته وکړي او زموږ خلکو ته خدمتونه وړاندې کړي."

د افغانستان ولسمشر په ټينګار وويل، له نړيوالې ټولنې'خيرات' نه غواړي، بلکې وايي، له دوى غواړي، چې افغانانو سره د خپل هېواد جوړولو هڅو ملاتړ وکړي. نوموړي خپلو خبرو کې زياته کړه، هېچا ته به اجازه ور نه کړي، چې د کوم بل هېواد خلاف د افغانستان خاوره وکار وي او د افغانستان له ګاونډيانو يې وغوښتل، چې افغانستان کې د سولې او ټيکاو رامنځته کېدو کې صادقانه مرستې وکړي.

د چین لومړي وزیر وانګ ای په خپلو خبرو کې وویل، هیله من دی چې د اسیا زړه ناسته له افغانستانه د نړۍ د هېوادونو د ملاتړ څرګند پیغام له ځانه سره ولري.

د افغانستان ولسمشر په ټينګار وويل، له نړيوالې ټولنې'خيرات' نه غواړي
د عکس تشریح، د افغانستان ولسمشر په ټينګار وويل، له نړيوالې ټولنې'خيرات' نه غواړي

ښاغلي وانګ ای یو چینايي متل یاد کړ وايي،'کب خوړل یوه ورځ وي خو د کب نيولو زده کړه د تل لپاره وي' نوموړي ټینګار وکړ چې په افغانستان کې سوله لومړنی شرط دی او د نړۍ صادقانه ملاتړ ته اړتیا لري. نوموړي وویل، هیله لري ټولې چارې د افغانانو پر مټ مخ ته لاړې شي. هغه وخت د مرکزي اسیا د ۱۴ هېوادو نو د بهرنیوچارو وزیران د ختیځې اسیا، سویلي اسیا، افغانستان، آذربایجان، چین، هند، ایران، قزاقستان، قرغیزستان، پاکستان، روسیې، سعودي عربستان، تاجیکستان، ترکیې، ترکمنستان او متحده عربي امارات سره را ټول شول او د افغانستان د امنیت او د سیمې مرستو لپاره یې یوه تګلاره وټاکله. اسټرالیا، کاناډا، ډنمارک، مصر، فرانسه، فنلنډ، جرمني، عراق، اټالیا، جاپان، ناروې، پولنډ، هسپانیا، سويټزرلنډ، بریتانیا او امريکا هم ددغه بهير همغږي هېوادونه دي.

نړیوال سازمان هم له دغه بهيره ملاتړ کړى.

په ننۍ ناسته کې په پام کې ده، چې د استانبول د ناستې چارې د امنیت او سیمه ییزو مرستو په برخه کې و ارزول شي او نوي وړاندیزونه وړاندې شي تمه کېږي چې د ورځې په پای کې د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر او د چین بهرنیو چارو وزیر ګډه خبري ناسته ترسره کړي.