افغان ولسمشر سعودي عربستان ته په سفر تللی

د عکس سرچینه، AFP
د افغانستان ولسمشر اشرف غني احمدزي د عمرې ادا کولو لپاره نن سهار ( ۲۵ اکتوبر ) د یوه لوړپوړي حکومتي پلاوي په ملګرتیا سعودي عربستان ته تللی.
د افغانستان ولسمشر په توګه له ټاکل کېدو وروسته، بهر ته دا د ښاغلي غني لومړنی سفر دی.
د ټاکنیز کمپاین پر مهال نوموړي ویلي و، چې د بریالیتوب په صورت کې به لومړی سفر د عمرې ادا کولو لپاره کوي.
د ولسمشرۍ ماڼۍ رسنیز دفتر په یوه بیان کې ویلي، ولسمشر غني به د عمرې له ادا کولو وروسته د سعودي عربستان له ولیعهد او یو شمېر نورو لوړپوړو چارواکو سره د دوه اړخیزو اړیکو پراختیا په هکله خبرې وکړي.
له ولسمشر سره دغه سفر کې د هغه لومړی مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم، د اجراییه رییس لومړی مرستیال محمدخان، د اصلاحاتو او ښې حکومتولۍ لپاره د ولسمشرځانګړی استازی احمدضیا مسعود، د ملي امنیت سلاکار محمدحنیف اتمر، د بهرنیو چارو وزارت سرپرست ضرار احمد عثماني، د افغانستان علماوو سراسري شورا مشر مولوي قیام الدین کشاف، د سولې عالي شورا د دارالانشا رییس معصوم ستانکزی او د ولسمشر ویاند نظیف الله سالارزی ملګري دي.
په پام کې ده ولسمشر غني له دغه سفره وروسته د روانې اونۍ اوږدو کې چین ته سفر وکړي.




