سیګار: د افغانستان له مرستو نه ۲۰۰ میلیونه ډالره ورک شوي

د افغانستان د بیا رغونۍ په اړه د امریکايي مرستو د څارنې عمومي ادارې 'سیګار' اعلان کړی چې د امریکا له مرستو نه د افغانستان نظم او د قانون د ټینښګت له صندوقه ۲۰۰ میلیونه ډالر ورک شوي دي.
د افغانستان نظم او ټینګښت صندوق په ۲۰۰۲ کال کې جوړ شو چې د دغه صندوق د څارنې مسولیت د ملګرو ملتونو د پرمختیايي پروګرام (UNDP) پره غاړه و.
د پولیسو د کارکوونکو حقونه، د پولیسو ۱۱۹ مرکز جوړول، د پولیسو کارکوونکو او سرتېرو زده کړه او په پولیسو کې د (جنسیتي تبعیض له منځه وړلو) چارو لګښتونه له دغه صندوقه ورکول کېدل.
هغه لیک چې سیګار د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام ته لیکلی، په کې راغلي چې د ملګرو ملتونو د پراختیا ادارې تر څارنې لاندې امریکا او نورو نړیوالو مرستندویو له ۲۰۰۲ کال نه تر دې دمه ۳،۱۷ میلیارد ډالره دغه صندوق سره مرسته کړې.
سیګار زیاتوي، د دغه صندوق له کارکوونکو سره مرکې او د ملګروملتونو د پراختیايي پروګرام د سندونو څېړنې ښيي، چې دغه صندوق له ډېرو مسایلو سره مخامخ دی.
سیګار ادعا کوي، د دوی څېړنه ښيي چې د ملګروملتونو د پراختیايي پروګرام اړین او هر اړخیزه څارنه پر دغه صندوق نه ده کړې.
هغه اسناد او نومونه چې ملګرو ملتونو پراختیا پروګرام سیګار ته سپارلي هغه هم دا تاييدوي چې د هېواد د کورنیو چارو وزارت لخوا د پولیسو له حقونو اخیستل شوې مالیې په سپارلو کې ستونزه شته او دا د دې ښکارندويي کوي چې د ملګروملتونو د پراختیايي پروګرام اړین او هر اړخیزه څارنه پر دغه صندوق نه ده کړې.
دغه بنسټ زیاتوي چې د دغه صندوق سندونه ښيي، د ۲۰۱۳ کال په پای کې ۱۵ میلیونه ډالره باور نه کېدونکي ډول لګول شوي دي.
سیګار وايي، له دغو مرستو ۲۳،۸ میلیون ډالره چې د پولیسو د کارکوونکو د تقاعد لپاره په پام کې نیول شوي وو کېدای شي د وړاندې شوې طرحې لپاره نه وي ځانګړې شوي.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت دغه رپوټ رد کړ او زیاته کړه چې د پولیسو حقونه د بانګ له لارې ورکول کېږي او هیڅ کوم خیالي حساب موجود نه دی.
څه موده مخکې هم سیګار اعلان کړی و چې د امریکا د دفاع وزارت لخوا د افغانستان امنیتي ځواکونو د تسلیحاتي مرستو څه برخه یې ورکه شوې.








