د کرزي د ۱۳ کلنې دورې لوړې ژورې

د عکس سرچینه، AFP
حامد کرزی د افغانستان لومړنی ولسمشر دی، چې واک يې په سياسي او دیموکراتيک ډول نوي ولسمشر ته وسپاره.
د ښاغلي کرزي پلويان د ده يوه لاسته راوړنه دا بولي چې ټول افغانان يې په يوه ټغر سره راټول کړل.
خو لويې ناکامۍ يې د قانون نه پلي کېدل او د امنیت نه ټينګېدل په ګوته کېږي.
عبدالله ستانکزي د حامد کرزي دورې ته لنډه کتنه کړې ده.
حامد کرزی د دوو بیلو شخصيتونو لرونکی مشر، په افغانستان کې د خپلو مخاطبانو لپاره تر ډېره د يوه دوديز مشر او د نړیوالو لپاره د یوه ديموکرات او عصري فکر لرونکی په توګه څرګند شوی.
ده په تېرو ۱۳ کلونو کې هڅه کړې چې د زغم او جوړجاړي لار خپله کړي، خو ترڅنګ يې ځان يو ملي شخصيت معرفي کړی.
ښاغلي کرزي ته نژدې کسان وايي دا د ده له ښېګڼو څخه دي، خو پر ده نيوکه کوونکي وايي دې کار د افغانستان نړیوالو ملګرو ته د حامد کرزي پېژندنه سخته کړې.
حامد کرزي د بن غونډه کې چې په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو د رژيم له نسکورېدو سملاسي وروسته جوړه شوه د افغانستان واګې په لاس کې واخيستې.
لنډمهالی مشر
په سوله ييز ډول د سياسي واک له لېږد ورسته ښاغلی کرزی د لنډمهالې ادارې مشر شو، بيا د انتقالي ادارې مشر وټاکل شو او وروسته له هغې د دوو پړاوونو لپاره د افغانستان د ولسمشرۍ په ټاکنو کې بريالی شو.
ده د افغانستان د بېلابېلو قومونو په منځ کې د محبوبيت پيدا کولو په موخه د محلي لباس چپن او قراقولي په غوره کولو په افغانستان کې يوه نوې سياسي فضا رامنځته کړه.
حامد کرزی د افغانستان د سويلي ولایت کندهار کرز کلي کې په يوه روڼ اندې او سياسي کورنۍ کې زېږېدلی. پلار يې عبدالاحد کرزی په ۶۰مه ميلادي لسيزه کې د ولسي جرګې مرستيال او بانفوذه قومي مشر و.

د عکس سرچینه، AP
حامد کرزی د لوړو زده کړو لپاره هند ته لاړ او د سياسي علومو او نړیوالو اړيکو په برخه کې يې د فوق ليسانس سند ترلاسه کړ.
ده پر داسې مهال واګې ترلاسه کړې، چې هېواد د کورنيو جګړو په پايله کې په کنډواله بدل شوی و. دی مجبور و چې لستوڼي بډوهي او هر څه له صفره پيل کړي.
دا داسې مهال و، چې په افغانستان کې دننه او له هېواده بهر د حامد کرزي محبوبيت ورځ په ورځ ډېرېده. په کور دننه له دې امله چې په کورنيو جګړو کې يې ونډه نه لرله او د ملي وحدت او د هېواد د پرمختګ شعار يې درلود.
له هېواده بهر په افغانستان کې د وضعيت بدلېدو لپاره د لويديځ ښه شريک يادېده. حامد کرزي له نړیوالو مشرانو او د افغانستان په اړه په نړیوالو کنفرانسونو کې د ګډون له لارې وتوانېد، چې ميلياردونه ډالره مرستې خپل هېواد ته ورماتې کړي.
د واکمنۍ يې لا ډېر وخت نه و تېر چې ښاغلی کرزی په کور دننه او له هېواده بهر له ستونزو سره لاس او ګرېوان شو. په داخل کې خلکو امنيت او د فقر له منځه وړل غوښتل او تمه يې دا وه چې ښاغلی کرزی د وزګارتيا د ختمېدو لپاره يوه لار ولټوي.
په بهر کې د ده ملاتړي د فساد پر وړاندې د سختې مبارزې او د نشه يي توکو د کښت او قاچاق د مخنيوي غوښتونکي وو.
د طالبانو بيا رادبره کېدل چې خلکو يې حضور په افغانستان کې د امريکا د پراخ پوځي شتون له امله له امکانه لرې باله، د حامد کرزي پر ستونزو سرباری شو.
ډېری کسانو ويل د طالبانو د بېرته راګرځېدو يو لامل د عراق جګړه وه چې د لويديځ پام يې د افغانستان ماموريت ته یو څه کم کړ.

د عکس سرچینه، AFP
پخپله حامد کرزی هم د طالبانو له بريدونو خوندي نه و. له کندهار نه د ليدنې پر مهال پرې بريد وشو او يوه مرمۍ له مخې تېره شوه.
طالبانو ته د وروڼو خطاب
طالبانو بل ځل بيا هڅه وکړه چې ښاغلی کرزی ووژني، خو دا ځل په کابل کې او هغه هم د مجاهدينو د بري د جشن په مراسمو کې.
خو له دې سره سره حامد کرزي طالبانو ته د وروڼو خطاب کاوه او هڅه يې کوله چې په افغانستان کې د تاوتريخوالي پای ته رسېدو لپاره لار پيدا کړي.
خو د دغو هڅو د برياليتوب لپاره يې د پاکستان ملاتړ ته اړتيا لرله او د همدې لپاره يې پاکستان ته له ۲۰ ځله ډېر سفرونه وکړل، خو پايله يې نه لرله.
ښاغلی کرزی چې له پاکستان سره کله دوست او کله دوښمن و، بيا بيا يې اسلام اباد د طالبانو په ملاتړ او د افغانستان په ناکراريو او بې ثباتۍ کې په لاس لرلو تورن کړ.
ده د تاوتريخوالي په ګډون د خپل دولت ځينې ناکامۍ د لويديځ پر غاړه واچولې، چې دې يې اړيکي له اصلي متحد امريکا سره په تدريجي ډول پيکه او ترينګلې کړې.

د عکس سرچینه، AFP
هغه ميراث چې حامد کرزي تر شا پرېښی، د ده په خبره په افغانستان کې ديموکراسي ده، خو پر ده نيوکه کوونکي وايي دا يو له هغو کارونو څخه دی چې لا سر ته نه دی رسېدلی.
خلک وايي له افغانستان سره د ملګرو ملتو پراخ ملاتړ يو طلایي چانس و، چې په ټول تاريخ کې د دغه هېواد نصيب شوی و. هغه چانس چې د ښاغلي کرزي سیاسي مخالفان وايي لویه برخه يې بېځايه ولاړه.
خو هغه څه چې ښايي درست ورسره موافق وي دا دی چې حامد کرزي د نړیوالې ټولنې په بې ساري ملاتړ يو کنډواله، ټوټه ټوټه او ګوښی افغانستان په داسې يو هېواد بدل کړ چې ويې کړای شو په نړیواله ټولنه کې خپل ځای پيدا کړي.








