د کرزي د کورنۍ غړي

که څه هم د حامد کرزي د کورنۍ د غړو په اړه کافي معلومات نه شته، خو ځینو رسنیو ته یې د ځینو غړو په اړه یو لړ معلومات ورکړل شوي دي.

د حامد کرزي د کورنۍ په اړه په کافي اندازه معلومات نه شته، خو ددغې کورنۍ د ځینو مشهورو غړو په اړه رسنیو کې ځینې معلومات خپاره شوي دي.
د عکس تشریح، د حامد کرزي د کورنۍ په اړه په کافي اندازه معلومات نه شته، خو ددغې کورنۍ د ځینو مشهورو غړو په اړه رسنیو کې ځینې معلومات خپاره شوي دي.
حامد کرزی په تېرو دیارلسو کلونو کې د افغانستان د لنډمهالې ادارې او بیا د انتقالي دورې او پنځه کاله د افغانستان ولسمشر پاتې شوی.
د عکس تشریح، حامد کرزی په تېرو دیارلسو کلونو کې د افغانستان د لنډمهالې ادارې او بیا د انتقالي دورې او پنځه کاله د افغانستان ولسمشر پاتې شوی.
زینت کرزی، د مخکني ولسمشر حامد کرزي مېرمن ده، چې په تېرو ۱۳ کلونو کې د افغانستان لومړۍ مېرمن وه.
د عکس تشریح، زینت کرزی، د مخکني ولسمشر حامد کرزي مېرمن ده، چې په تېرو ۱۳ کلونو کې د افغانستان لومړۍ مېرمن وه.
میرویس کرزی د حامد کرزي زوی دی، چې په ۲۰۰۷ کال دې نړۍ ته راغی.
د عکس تشریح، میرویس کرزی د حامد کرزي زوی دی، چې په ۲۰۰۷ کال دې نړۍ ته راغی.
ملالۍ بیا د کرزي هغه لور ده، چې په ۲۰۱۱ کال وزیږېده. کرزی د هوسۍ په نامه یوه بله لور هم لري. چې د ۲۰۱۴ په مارچ میاشت کې هندستان کې دې نړۍ ته راغلې وه.
د عکس تشریح، ملالۍ بیا د کرزي هغه لور ده، چې په ۲۰۱۱ کال وزیږېده. کرزی د هوسۍ په نامه یوه بله لور هم لري. چې د ۲۰۱۴ په مارچ میاشت کې هندستان کې دې نړۍ ته راغلې وه.
۵۹ کلن محمود کرزی د حامد کرزي ورور دی، چې تر ډېره پر خپل ورور نیوکې کوي، نوموړی پر سوداګریزو چارو بوخت دی، چې په وروستیو کې یې سیاست ته هم وردانګلي دي.
د عکس تشریح، ۵۹ کلن محمود کرزی د حامد کرزي ورور دی، چې تر ډېره پر خپل ورور نیوکې کوي، نوموړی پر سوداګریزو چارو بوخت دی، چې په وروستیو کې یې سیاست ته هم وردانګلي دي.
۵۹ کلن قیوم کرزی د کرزي بل ورور دی، چې د ولسمشرۍ ټاکنو ته کاندید شوی و، په لومړي پړاو کې یې ډېرې رایې ونه ګټلې، همدا وو چې له ټاکنیزې سیالۍ لاس پر سر شو.
د عکس تشریح، ۵۹ کلن قیوم کرزی د کرزي بل ورور دی، چې د ولسمشرۍ ټاکنو ته کاندید شوی و، په لومړي پړاو کې یې ډېرې رایې ونه ګټلې، همدا وو چې له ټاکنیزې سیالۍ لاس پر سر شو.
شاه ولي کرزی د کرزي بل ناسکه ورور دی، چې په کندهار کې اوسېږي او د ځمکو پر راکړې ورکړې بوخت دی.
د عکس تشریح، شاه ولي کرزی د کرزي بل ناسکه ورور دی، چې په کندهار کې اوسېږي او د ځمکو پر راکړې ورکړې بوخت دی.
حشمت کرزی، د حامد کرزي د تره زوی و، چې د روان ۲۰۱۴ کال په جولای کې کندهار کې ووژل شو.
د عکس تشریح، حشمت کرزی، د حامد کرزي د تره زوی و، چې د روان ۲۰۱۴ کال په جولای کې کندهار کې ووژل شو.
احمد ولي کرزی د افغانستان سوېلي ولایت کندهار د ولایتي شوری مخکنی رییس او د ولسمشر حامد کرزي ورور و، چې د ۲۰۱۱ په جولای کې کندهار کې ووژل شو.
د عکس تشریح، احمد ولي کرزی د افغانستان سوېلي ولایت کندهار د ولایتي شوری مخکنی رییس او د ولسمشر حامد کرزي ورور و، چې د ۲۰۱۱ په جولای کې کندهار کې ووژل شو.