رولا غني، د افغانستان لبناني الاصله لومړنۍ مېرمن

د عکس سرچینه، AP
رولا سعاده غني سر له دشنبې (۲۰۱۴، سپتمبر ۲۹) د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ ته ځي، چې لږترلږه پنځه کاله به د افغانستان د لومړۍ مېرمنې په په توګه هلته واوسېږي.
د رولا غني د شخصي ژوند په اړه ډېر مالومات نه شته.
هغه د تېرو ټاکنیزو کمپاینونو پرمهال په لومړي ځل د ښځې نړیوالې ورځې په پلمه (مارچ ۸) په کابل کې راووتله او یوې غونډې ته یې وینا وکړه.
له اشرف غني احمدزي سره د هغې پېژندګلوي ټیک څلوېښت کاله مخینه لري.
هغه مهال چې ښاغلی احمدزی د بیروت په امریکايي پوهنتون کې محصل و، دواړو سره وپېژندل او واده یې وکړ.
د رولا ورور، فواد د اشرف غني احمدزي استاد تېر شوی.
رولا غني او اشرف غني یوه لور او یو زوی لري.
آغلې رولا، د بیروت په امریکايي پوهنتون کې درس ویلی، په ورځپاڼه لیکلو کې لیسانس لري او په نړیوالو اړیکو کې یې تر لیسانس پورته زده کړې کړې دي.
د ښاغلي غني نژدې سرچینې وايي، رولا غني څلوېښت کاله مخکې له اشرف غني سره واده کړی، او په لومړي ځل یې افغانستان ته سفر کړی، چې د هېواد زیاترو ولایتونو ته تللې ده.
د حامد کرزي په مشرۍ د لنډمهالي حکومت تر جوړېدا پورې رولا غني له ښاغلي احمدزي سره په امریکا کې وه، اشرف غني احمدزی په زده کړه بوخت و او رولا د ښځې او د ماشومانو د حقونو د یوې فعالې په توګه کار کاوه.
آغلې رولا غني له ۲۰۰۲ کال وروسته افغانستان ته راغلې او کابلې کې مېشته شوې ده.
د رولا نژدې سرچینې وايي، هغه د افغانستان تابعیت لري او د افغانستان د ولسمشرۍ په ټاکنو کې یې رایه ورکړې ده.
هغه په انګلیسي، فرانسوي، عربي، پښتو او دري ژبو خبرې کوي.
په کابل کې د ښځو د حقونو فعالان هیله مند دي، چې آغلې رولا به د ښځو د حقونو لپاره ډېر څه وکړي.
اشرف غني احمدزی په وروستیو کې د ښځو یوې غونډې ته وویل، نوی حکومت به د لومړۍ مېرمنې لپاره یو دفتر جوړ کړي، چې له بې ځایه شویو، ښځو او ماشومانو سره به د مرستې په برخه کې فعالیت کوي.








