'افغانان عراق کې له 'اسلامي دولت' ډلې سره یوځای شوي'

د عکس سرچینه،
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي یو شمېر افغانان په سوریه او عراق کې د 'اسلامي دولت' ډلې په لیکو او د حکومت پلوو ځواکونو په جګړه بوخت دي.
خو د بهرنیو چارو وزارت چارواکي وايي هېچا ته اجازه نه ورکوي چې افغانان د خپلو ګټو د خوندي لپاره وکاروي.
کابل کې زموږ همکار سمیع الله موسی زی پخپل راپور کې وايي، د ایران دولتي خبري اژانس د دغه هیواد د کورنیو چارو د وزیر عبد الرضا رحماني فضلي له قوله ویلي چې هغه یو شمېر افغانان او پاکستانیان یې نیولي چې غوښتل یې د ایران له لارې عراق او سوریه کې د 'اسلامي دولت' له وسله والې ډلې سره یوځای شي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت چارواکي وايي په دې اړه په رسمي توګه له افغان دولت سره معلومات نه دي شریک شوي، خو ددغه وزارت مرستیال ویاند سراج الدین سراج د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا افغانان هم د اسلامي دولت ډلې په لیکو کې په جګړه بوخت دي او که نه وویل، دغه خبره نه شي ردولی:
''موږ دا هېڅ نه ردوو چې نه یوازې افغانان بلکې پاکستانیان او ایرانیان هم په سوریه کې د روانې جګړې په دواړو لویو په جګړه بوخت دي، خو دغه کسان چې که هغه افغانان، پاکستانیان او یا هم ایرانیان دي دوی د خپلې مذهبي عقیدي له مخې په جګړه کې برخه اخلي.''

د عکس سرچینه، Reuters
له دې وړاندې داسې راپورونه خپاره شوي وو، چې ګواکې د ایران دولت یو شمېر افغانان د سوریې دولت د ملاتړ لپاره د ایران له خوا دغه هیواد ته استول شوي دي، خو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند وايي چې افغانستان هېچا ته دا اجازه نه ورکوي چې په بهر میشت افغان کډوال د خپلو ګټو لپاره وکاروي.
'اسلامي دولت' سخت دریځې ډلې د عراق او سوریې یو شمیر سیمې نیولي او اسلامي خلافت یې اعلان کړی دی.
د لوېدیځو هېوادونو په ګډون د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو یو شمېر کسان له دغې ډلې سره یوځای شوي دي.
وړاندې، یوه کس چې د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ یې د اسلامي ګوند قومندان ځان معرفي کړی و، د بي بي سي د نړیوالو چارو مشر جان سیمپسن ته د افغانستان شمالي بغلان ولایت کې ویلي وو، چې دغه ګوند له 'اسلامي دولت' سره اړیکي لري، خو پاکستان کې د اسلامي ګوند ویاند هارون زرغون رسنیو ته دا خبره دروغ وبلله.








