د نورستان دواب ولسوالي د دولت له کنټروله وتلې

د افغانستان ختيځ نورستان سیمه ییزو چارواکو منلې، چې دواب ولسوالي د حکومت له کنټروله وتلې او وسله وال پرې واکمن شوي.
یوه سیمه ییز چارواکي بي بي سي ته وویل، د ختیځ نورستان ولایت دواب ولسوالي د طالبانو لاس ته لوېدلې ده.
دغه چارواکي ویلي، تېر ماښام سلګونو په وسلو سمبالو طالبانو پر دواب ولسوالۍ برید وکړ او دغه ولسوالي یې د حکومت له کنټروله وایستله.
د نورستان امنیه قومندان عبدالباقي نورستاني ویلي، ځواکونو یې د مهماتو د کمښت له کبله "تاکتیکي شاتګ" کړی او د دغې ولسوالۍ هغو غونډیو ته یې پناه وړې، چې وسله وال مخالفان لاسرسی ورته نه لري.
ښاغلي نورستاني دا هم ویلي، دغه شاتګ د امنیتي ځواکونو او وسله والو مخالفانو ترمنځ تر یوې نښتې وروسته شوی.
هغه وايي، سیمې ته نور ځواکونه استول شوي، او د وسله والو مخالفانو پرضد چاڼیز عملیات پیل شوي.
د نورستان امنیه قومندان په دې نښته کې د یوه افغان پولیس وژل کېدل تایید کړي، خو وايي په برید کې ګڼ شمېر برید کوونکي هم وژل شوي، خو له سیمې نه په نښته کې د ډېرو امنیتي ځواکونو د مرګ ژوبلې خبر ورکړل شوی.
دواب د نورستان له اتو ولسوالیو یوه ده، چې په ختیځ کې له لغمان سره پوله لري، او په ۲۰۱۱ کال هم یوه ورځ د وسله والو لاس ته لوېدلې وه.
د نورستان د والي او امنیه قومندان په ګډون ځینې سیمه ییز چارواکي سیمې ته تللي، خو تر اوسه د ولسوالۍ د وضعیت په اړه ډېر جزییات نه دي ورکړل شوي.
نورستان د افغانستان په ختیځ کې یو غرنی ولایت دی، چې ډېره برخه غرونه یې په ځنګلونو پوښل شوي او د پاکستان له قبایلي سیمو سره ګډه پوله لري.

د افغانستان وسله وال مخالفان ددغه ولایت له موقعیت نه په ګټې اخیستو ددغه ولایت په ځینو کلیو او ځنګلونو کې پټېږي او له هغه ځایه د خپ او ترپ بریدونه کوي.
د روان اګست پر لومړۍ، د نورستان ولایت چارواکوویلي وو، امنیتي ځواکونو د دغه ولایت په برګمټال ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو برید پرشا تمبولی دی. والی عبدالقیوم له بي بي سي سره مرکه کې وویل، چې د طالبانو په برید کې اووه ولسي وګړي وژل شوي دي.
په ۲۰۱۰ کې د نورستان <link type="page"><caption> برګیمټال د طالبانو لاس ته لوېدلې وه</caption><url href="http://www.bbc.co.uk/pashto/afghanistan/2010/05/100529_hj-bargimatal-collapse.shtml" platform="highweb"/></link>، خو افغان حکومت ويلي وو، ځواکونو يې تاکتيکي شاتګ کړی.
په دغې ولسوالۍ کې له څو ورځو راهيسې د طالبانو او حکومتي ځواکونو تر منځ سختې نښتې روانې وې.
برګيمټال ولسوالۍ د نورستان لري پرته غرنۍ سيمه ده.








