پارون ته په لومړي وار لاریو سوداګریز توکي یوړل

حافظ عبدالقیوم
د عکس تشریح، د نورستان والي حافظ عبدالقیوم وايي لا هم پارون ته ورغلې لار د ولایتي مرکز بڼه نه لري، خو وايي په دې سره به د توکو بېې راټیټې شي

د نښترو په منځ کې یوې وړې ټوټې پارون ته چې د غرني نورستان مرکز دی په لومړي ځل څو لویو ګاډو د هټیوالو توکي ورسول.

دا پارونیانو ته د ښه راتلونکي نښه برېښي، چې مرکز ته يې په نسبتاً غټو ګاډو کې توکي ورغلل.

په کونړ کې زموږ خبریال نعمت الله کریاب وايي، لار پخپله ولایتي ادارې پراخه کړې.

د نورستان والي حافظ عبدالقیوم وايي لا هم پارون ته ورغلې لار د ولایتي مرکز بڼه نه لري، خو وايي په دې سره به د توکو بېې راټیټې شي او د ژمي په موسم کې به د توکو له کمي سره نور نه شي مخامخ، خو هله چې د سیلونو او جاکړو وروسته راښويېدلي خټان له لارې ایسته شي.

نورستان په درو بېلابېلو خواوو کې سره وېشلی پروت دی، ختیځې خوا کامدیش او برګمټال ته په ورغلې لار لا پخوا لويې لارۍ تلی شوای، خو دا څو کلونه يې مخه ډب ده.

افغانستان ته راغلو نړیوالو ډېرې هڅې وکړې چې پارون او برګمټال ته غځېدلې خامه لارې پخې کړي، خو ونه توانېدل.

اوس پارونیان د خامه لارې په لږې پراختیا خوشاله دي، خو په لار کې شته کمزوري پلونه او پیچومي دغه خوښې رالنډولی شي.

نورستانیان له حکومت نه غواړي چې ولایت دې له یاده نه ویستل کېږي.

نورستانیان له حکومت نه غواړي چې ولایت دې له یاده نه ویستل کېږي.
د عکس تشریح، نورستانیان له حکومت نه غواړي چې ولایت دې له یاده نه ویستل کېږي.
لار پخپله ولایتي ادارې پراخه کړې.

د عکس سرچینه، Nuristan.gov.af

د عکس تشریح، لار پخپله ولایتي ادارې پراخه کړې.
دا پارونیانو ته د ښه راتلونکي نښه برېښي، چې مرکز ته يې په نسبتاً غټو ګاډو کې توکي ورغلل.

د عکس سرچینه، Nuristan.gov.af

د عکس تشریح، دا پارونیانو ته د ښه راتلونکي نښه برېښي، چې مرکز ته يې په نسبتاً غټو ګاډو کې توکي ورغلل.