نورستان والي: برګمټال کې وسله وال په شا وتمبول شول
د نورستان والي حافظ عبدالقیوم وايي، امنیتي ځواکونو د دغه ولایت په برګمټال ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو برید پرشا تمبولی دی.
نوموړی وايي، که څه هم له کابله د سیمه ییزو چارواکو د مرستې لپاره چا اقدام ونه کړ خو وايي، په برګمټال کې ځايي پولیسو له مرکز پارونه د ورغلو پولیسو په مرسته دطالبانو برید شنډ کړ.
والی عبدالقیوم له بي بي سي سره مرکه کې وویل، چې د طالبانو په برید کې اووه ولسي وګړي وژل شوي دي.
د افغانستان په یوه لیرې څنډې نورستان برګمټال کې وسلوالو د ځايي او ملي پولیسو پر پوستو او کورونو بریدونه کړي.
د پنجشنبې په ورځ (جولای ۳۱) د نورستان په خورا ګوښه ولسوالۍ برګمټال کې ګڼو وسلوالو د سیمیزو پولیسو څو پوستې تر برید لاندې کړې او ګڼه مرګ ژوبله ېې اړولې.
د نورستان چارواکو په پنجشنبه د پنځلسو وسلوالو د وژلو خبره کړې وه.
ویل کیږي دبرید سیمه د ولسوالۍ له ودانۍ نه څو ساعته لیرې ده نو ځکه ورته نوره مرسته په وخت ونه رسیدله.
له دې مخکې وسلوالو طالبانو دغلته د درې پوستو د ولکه کیدو خبره کړې، ذبیح الله مجاهد دعوه کوي چې لس سیمیز پولیس یې وژلي، اته نور یې ژوندي نیولي او له پنځوسو میلو ډیره وسله یې تر ګوتو کړې.

د نورستان دغه ولسوالي څو ځلې د حکومت او طالبانو ته لاس په لاس شوې خو دا دوه کلونه یې لږ ارامه وه. برګمټال د چترال او بدخشان تر څنګ له چین سره هم نژدې ده او دپراخو ورشو ګانو او درو په لرلو د چریکانو لپاره خوندي ځای ګڼل کیږي.
برګمټال ته ورغلې لار له کامدیش تیریږي چې دا څو کلونه د حکومت مامورینو پر وړاندې تړلې ده.
څو ورځې مخکې وسله والو د ننګرهار د حصارک پر ځینو پوستو ډله ییز هم مهالي بریدونه کړي وو، خو تر هغه مخکې یې په هلمند او کندهار کې پر ځینو پوستو حملې کړې وې.








