سند: توکمپالو د وزیرستان کډوالو ورتګ مخالفت کړی

د عکس سرچینه، AFP
د پاکستان سند ایالت توکمپالو ګوندونو، دغه ایالت ته له شمالي وزیرستان نه د ورتلونکو کډوالو مخنیوي په موخه د روانې میاشتې جولای په ۲۲ د اعتصاب اعلان کړی.
دغو ګوندونو له دې مخکې هم سند کې اعتصاب کړی و.
د شنبې په ورځ کراچې کې د جی سند تحریک موسس جي ایم سید په کور کې یادو ګوندونو د اعتصاب پرېکړه وکړه.
غونډه کې د پاکستان له اساسي قانون نه د هغو مادو ایستلو غوښتنه هم وشوه، چې له مخې یې د پاکستان ټول اوسېدونکي کولای شي، د هېواد له یوې برخې نه بلې ته په ازادانه توګه سفر وکړي.
د سند ژغورنې نومي کمېټې مشر جلال محمد شاه دغې غونډې ته وویل، د جولای په ۲۲ به د اعتصاب لړ کې سند ته ورغلې لارې هم وتړلې شي.
توکمپالان وايي شمالي وزیرستان کې د پاکستاني پوځ د عملیاتو بشپړ ملاتړ کوي او وايي له اغیزمنو کسانو سره هم خواخوږي لري، خو وايي سند به د ورتلونکو کډوالو هرکلی و نه کړي، چې له شمالي وزیرستانه ورځي.
د دوی په وینا باید د کډوالو مېشت کېدو لپاره باید په خیبر پښتونخوا ایالت کې اسانتیا چمتو شي. توکمپالان وايي د پاکستان له نورو سیمو نه سند ایالت ته د خلکو ورتګ توکمیز انډول ګډوډوي، چې د دوی په وینا دې سره به ځايي اوسېدونکي په لږکۍ واوړي.
بل لور ته د پاکستان فدرالي وزیر عبدالقادر بلوچ وايي د سند توکمپالان باید له زغم او هوښیارۍ کار واخلي، ځکه په وینا یې د حالاتو له ښه کېدو وروسته به د شمالي وزیرستان اوسېدونکي بېرته خپلو مېنو ته ستانه شي.
کراچۍ کې یوې خبرې غونډې ته وینا کې ښاغلي بلوڅ وویل، اغیزمن کسان د سړې سیمې اوسېدونکي دي، چې د مجبورۍ له مخې تودو سیمو ته تللي دي او وايي د حالت له عادي کېدو وروسته به ډېر ژر بېرته خپلو سیمو ته ستانه شي.








