افغان پانګه والو ته د کانونو قانون معرفي شو

د افغانستان د کانونو قانون د یوې رسمي او ځانګړې غونډې په ترڅ کې دولتي چارواکو او پانګه والو ته معرفي شو. دغه قانون یوه اونۍ وړاندې د ولسمشر حامد کرزي له خوا توشیح شو.
په کابل کې زموږ همکار سمیع الله موسی زی پخپل راپور کې لیکي، د اقتصادي سکتور دغه غونډه د افغانستان د هغه قانون د معرفي په ویاړ جوړه شوې چې تمه ده د افغانستان بې وزلۍ ته د پای ټکې کیږدي.
د افغانستان کانونو او پټرولیم وزیر محمد اکبر بارکزي وايي د کانونو قانون به هېواد ته د لویو کورنیو او بهرنیو پانګونو د جلب په برخه کې ډېره مرسته وکړي او میلیونونه افغانانو ته به د کار کولو زمینه برابره کړي:
''په راتلونکو څو کلونو کې به افغانستان پر خپل اقتصاد تکیه وکړي او یو لوړ اقتصاد به ولري، خو خپل خواږه او رنځېدلي ولس ته زېری ورکوم چې نن تاسو یو ډېر ښه او غوره قانون لرئ او ان شاء الله دغه قانون کولی شي تاسو له هغو بدختیو راوباسي، چې په اقتصادي برخه کې هره ورځ ورسره مخامخ یئ، زموږ هېواد کې بېکاري بیخي ډېره شوې ده، په څو کلونو کې به بېکاري ختمه شي او خلک به دندې مومي''.
د اقتصاد وزیر عبدالهادي ارغندیوال وایي د یوه امریکايي بنسټ له خوا شوې سروې ښيي چې د افغانستان په دېرش سلنه ځمکه کې د درې تریلیونه ډالرو په ارزښت طبیعې زیرمې شته.
هغه وايي په دغې سروې کې له ترکمنستان سره ګډې پولې ته نژدې د ګازو دوه سترې زېرمې نه دي شاملې.
د ښاغلي ارغندیوال په وینا د افغانستان د طبیعې زېرمو ارزښت تر اوسه له شویو اټکلونو ډېر لوړ دی.
د ا قتصاد وزیر که څه هم وايي چې ددغو زیرمو تر لاسه کول ډیر وخت نیسي خو زیاتوي د کانونو قانون په عملي کېدو سره به افغانستان لس کاله وروسته د نورو هېوادونو مرستو ته اړتیا ونه لري:

''په لسو کلونو وروسته که چېرې دغه جوړه شوې اقتصادي پالیسي په دقیق او ښه ډول عملي شي، ډاډمن یم چې افغانستان به پر خپل ځان یو بسیا هېواد شي او د خپلو کورنیو تولیداتو پربنسټ به خپل راتلونکی ثابت او ډاډمن اقتصاد ولري''.
د افغانستان د سوداګرۍ خونې مرستیال خان جان الکوزی که څه هم د کانونو قانون جوړل په دې برخه کې د پانګونې لپاره مخ په وړاندې ستر ګام بولي، خو ټینګار کوي چې د عملي کولو لپاره یې باید سالمه اداره رامنځته شي.
د افغانستان د کانونو قانون ۲۰ څپرکي او ۱۱۷ مادې لري، خو د ملي شورا یو شمېر غړي دغه قانون ډېر مخالفین هم لرل او د ډېرو ستونزو په ګاللو دغه قانون د ملي شورا له خوا تصویب شو.
د افغانستان د طبیعې زېرمو یوه برخه اوس د زورواکانو په واک کې ده، د کانونو او پټرولیم وزارت چارواکي د دغو زورواکانو له خوا یو شمېر کانونو په ناقونه او غیر مسلکي بڼه استخراجېږي.








