تخار کې ځمکې ښوېیدو د درو کسانو ژوند اخیستی

دا پېښه د چاه اب ولسوالۍ په ذکراباد سېمه کې پېښه شوې
د عکس تشریح، دا پېښه د چاه اب ولسوالۍ په ذکراباد سېمه کې پېښه شوې

افغانستان شمالي ولایت تخار کې د ځمکې ښوېيدو له امله درې کسان وژل شوي.

په تخار ولایت کې سیمه ییزو چارواکو ویلي، د ځمکې ښوېیدو له امله په دغه ولایت کې لسګونه کورنۍ خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي.

د تخار والي ویاند سنت الله وویل، د ځمکې ښوېدلو پېښه تېره شپه د چاه اب ولسوالۍ په ذکر اباد سيمه کې شوې.

د هغه په وینا، د دغې پېښې په پایله کې یو کور په بشپړ ډول له خاورو لاندې شوی چې درې کسه په کې وژل شوي او درې نور ټپیان دي.

هغه زیاته کړه چې د دغې سیمې نور اوسېدونکي له خپلو کورونو وتلي او امن ځای ته لېږدول شوي دي.

د تخار د والي ویاند وویل، له بې ځایه شوو سره مرستې دغې سیمې ته رسېدلې دي.

دا لومړی ځل نه دی چې په تخار ولایت کې د ځمکې ښویدنې پېښه رامنځ ته کیږي.

د روان کال په لومړیو کې هم د دې ولایت په رستاق او کلفګان ولسوالیو کې دا ډول پېښې را منځ ته شوې وې چې له امله یې لسګونه کورنۍ بې ځایه شوې او مالي زیانونه وراوښتي وو.