تخار کې د سرحدي پولیسو پر کاروان چاودنه شوې

د افغانستان شمالي تخار ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، پر سرحدي پولیسو چاودنې یو کس وژلی او پنځلس نور یې ټپیان کړي دي.
د تخار امنیه قومندان ویلي، چاودنه د تخار خواجه بهاء الدین ولسوالۍ کې شوې چې له لیرې کنټرولېده.
چاودنه پر ځايي وخت د غرمې ۱۲ بجې شوې ده.
په ټپیانو کې یو سرحدي پولیس او نور ولسي وګړي دي.
د تخار د والي ویاند سنت الله تیمور بي بي سي ته وویل، وژل شوی او ټول ټپیان ولسي وګړي دي.
د تخار امنیه قومندان هم منلې ده، چې دغه برید له سیمې د تېرېدو په حال کې پر سرحدي پولیسو شوی دی.
د تخار پولیس وايي، چاودنه پر یوه موټر سایکل د ځای پرځای شویو چاودېدونکو توکو له کبله رامنځ ته شوې ده.
تخار د نورو شمالي ولایتونو په پرتله نسبتاً ارامه ولایت دی، خو په وروستیو کې هلته هم د ناامنیو لمن غځېدلې ده.
طالبانو په وروستیو کې د تخار په ځینو ولسوالیو کې د ځینو بریدونو نیت درلود، چې پروړاندې یې افغان امنیتي ځواکونو هم عملیات پیل کړل.
د تخار سیمه ییز چارواکي وايي، د طالبانو او حکومتي ځواکونو په تازه نښتو کې د طالبانو اووه غړي وژل شوي او څلور سیمه ییز قومندانان یې نیول شوي دي.
په مقابل کې یې درې پولیس وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.
د افغانستان دولت د ولسمشریزو ټاکنو د دویم پړاو په درشل کې هڅه کوي، چې امنیت ټینګ کړي، خو تېره اونۍ طالبانو ویلي وو چې د خیبر په نامه عملیات به پیل کړي.








