اشرف غني: د قومي مشرانو وژل سیاسي دسیسه ده

د عکس سرچینه، b
د ولسمشريزو ټاکنو مخکښ کانديدان اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله یو ځای د وژل شوي حشمت خلیل کرزي له کورنۍ سره د خوا خوږۍ په موخه کندهار ته ورغلل. اشرف غني احمدزي د خپل سفر پر مهال وویل، چې د قومي او مخورو مشرانو وژنه یوه دسیسه ده.
ښاغلي غني زياته کړه، د حشمت خان خلیل کرزي وژنه د افغانانو کار نه دی او دا کار یې د پردیو کار وباله خو په دې برخه کې یې ښکاره د کوم هیواد نوم یاد نه کړ.
که څه هم وسلوالو طالبانو وړاندې د دغه ډول وژنو پړه په غاړه اخیسته خو د حشمت خان کرزي د وژنې په اړه یې څه نه دي ویلي.
کندهار کې د بي بي سي خبریال مامون دراني په خپل رپوټ کې لیکي: ښاغلي غني د یکشنبې په ورځ(زمري/۱۲) له خپل سيال ډاکټر عبدالله عبدالله سره یو ځای په سویل کې د خپل ټيم د مخور مشر حشمت خان خليل کرزي د فاتحې په مراسمو کې د ګډون لپاره راغلي.
د دغو کانديدانو د راتګ لپاره نن (یکشنبي/زمری ۱۲ ) سهار راهیسې په کندهار کې کلک امنيتي تدابير نيول شوي وه.
ډاکټر اشرف غني احمدزي د خپل سفر موخه کندهاریانو ته د تسلیت ویل یاد کړل او حشمت خان يو پیاوړ مخور قومي مشر او هیواد پالونکی کس ياد کړ او زیاته یې کړه چې نوموړي د قومونو د یووالي لپاره زياتې هلې – ځلې کولې.
ډاکټر اشرف غني احمدزي یوار بیا د سولې پر راتګ ټینګار وکړ او وې ویل، چې د بريالیتوب په صورت کي به د افغانانو یوازنی ارمان یعني سوله راوستل پوره کړي.
د سولې د راوستلو تر څنګ د کندهار د سياسي دريځ او واک پياوړی کول هغه څه و، چې ډاکټر اشرف غني احمدزي يې ژمنه وکړه.
د ولسمشر حامد کرزي د اکا زوی او د ۲۰۱۴ کال په ولسمشریزو ټاکنو کې په سویل کې د اشرف غني احمدزي د ټاکنیز کمپاین مشر حشمت کرزي د اختر په دویمه ورځ په خپل کورکې ووژل شو.
چارواکو ویلي وو، چې یوۀ ځانمرګي برید کونکي چاودیدونکي توکي په خپله لونګۍ کې ځای پرځای کړي وو چې ځان یې د قومي مشرانو په منځ کې حشمت خان ته ورساوه او د روغبړ پر مهال یې برید پرې وکړ .
د حشمت خليل کرزي وژنه نه یوازې په کور دننه ان د یو شمیر بهرنیو هیوادونو او د هغو د سفارتونو غبرګون یې لا ځان سره درلود .
که څه هم د حشمت کرزي د وژنې په اړه چارواکو د پلټنو خبر ورکړی و، خو لا هم د دغې وژنې په اړه واقعیتونه نه دي رابرسیره شوي.








