نوموتی ولسي سندرغاړی خیر محمد خندان ومړ

د عکس سرچینه، Getty
د پښتو ژبې نومیالی او تکړه ولسي سندرغاړی خیر محمد خندان د ۶۷ کلونو په عمر ومړ.
نوموړي تېره شپه د پېښور په یوه روغتون کې د ورپېښې ناروغۍ له کبله ساه ورکړه.
نوموړي په خپل ښکلي غږ او دولسي سندرو په ویلو د میلیونونو خلکو زړونو ته لار وکړه او په کوزه او بره پښتونخواه کې یې یو ډول شهرت لاره.
د ښاغلي خندان ولسي سندرې اوس هم په کوزه او بره پښتونخواه کې خورا ډېر مینه وال لري.
خیر محمد خندان د پکتیا په څمکنیو ولسوالۍ کې زېږېدلی و.
نوموړي د افغانستان ملي راډیو ټلویزیون لپاره هم ګڼې ولسي او حماسي سندرې ریکارډ کړي.
د نوموړي ځینې سندرې اوسنیو سندرغاړو له نوې موسیقۍ سره او په یوه بله بڼه هم ویلې دي.
د کوزې پښتونخواه نوموتی سندرغاړی زیک اپریدی او د افغانستان وتلی او ملي سندرغاړی فرهاد دریا هغه هنرمندان دي چې د خیر محمد خندان سندرې یې په نوې موسیقۍ او بېل طرز ویلي دي.
خیر محمد خندان ځینو بهرنیو هېوادونو ته هم سفرونه کړي او د خپل هنر ننداره یې وړاندې کړې.








