کابل کې د 'مدرسه' فلم نندارې ته وړاندې شو

د دې فلم صحنې په هرات کې ثبت شوي دي او لوبغاړي یې افغانان دي.
د عکس تشریح، د دې فلم صحنې په هرات کې ثبت شوي دي او لوبغاړي یې افغانان دي.

د شنبې په ورځ (جولای ۶/چنګاښ ۱۵) د مدرسې په نوم فلم د افغان سینماګرو د هڅو او د ملي شورا د منځګړیتوب په پایله کې په کابل کې نندارې ته وړاندې شو.

دا فلم په ایران کې د یوې کډوالې کورنۍ انځور وړاندې کوي چې ښوونځي ته د خپلو ماشومانو د استولو په لاره کې ډېر کړاو ګالي.

د دې فلم جوړوونکی او لوبغاړی اسد سکندر وايي دا فلم د لیدونکي احساسات پاروي، له همدې امله د ده په وینا دوه کاله وړاندې په کابل کې د ایران د سفارت د فشار په پایله کې نندارې ته وړاندې نه شو، خو نوموړی وايي اوس دا ستونزه هواره شوې ده.

دوه کاله وړاندې د دې فلم د نندارې د مخنیوي له امله ډیر اعتراضونه او نیوکې وشوې او د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور پر وزارت تور ولګید چې ګواکې ددې مخه یې د ایران په پلوي نیولې ده.

ښاغلی سکندر وايي په دې فلم کې یو لړ بدلونونه راوستي او د افغان سینماګرانو او د افغانستان د ملي شورا د یو شمېر غړو په هلو ځلو په پام کې ده چې نن نندارې ته وړاندې شي.

د دې فلم صحنې په هرات کې ثبت شوي دي او لوبغاړي یې افغانان دي.