سلمان خان د قتل په تور محاکمه کېږي

که سلمان خان دې قضیه کې ګناهکار ثابت شي، ښايي په ۱۰ کاله بند به محکوم شي.
د عکس تشریح، که سلمان خان دې قضیه کې ګناهکار ثابت شي، ښايي په ۱۰ کاله بند به محکوم شي.

د هندي فلمونو د مشهور لوبغاړی سلمان خان، د ۲۰۰۲ " ټکر او تېښتې" یوې پېښې کې د ښکېلتبا له کبله د محاکمې امر شوی.

د سږ کال په جنورۍ کې یوې ځايي محکمې ویلي و، چې دې لړ کې د غیر ارادي وژنې په تور د سلمان خان د محاکمې کولو لپاره کافي ثبوتونه شته.

سلمان خان مارچ کې د دې ټیټ پوړې محکمې حکم وننګاوه، خو تېره ورځ د ممبۍ یوې محکمې د سلمان خان استناف غوښتنه رد کړه.

محکمې سلمان خان ته یوه میاشت وخت ورکړی، چې محکمې ته حاضر شي.

که سلمان خان دې قضیه کې ګناهکار ثابت شي، نو ښايي، په لس کاله بند به محکوم شي.

له دې مخکې د ۴۷ کلن سلمان خان پر ضد په بې پروایۍ د ګاډي چلولو دوسیه ثبت شوې وه، چې له مخې یې لږ تر لږه دوه کاله د بند سزا ممکنه وه، خو وروسته ځايي محکمې ویلي و، چې په غیر ارادي توګه د قتل کولو لپاره د سلمان ضد کافي ثبوتونه موجود دي.

د ۲۰۰۲ په سپتمبر کې یو لنډکروزر ګاډي پر هغو خلکو وروخوت، چې ممبۍ کې د یوې نانوايي مخې ته ویده وول.

هغه پېښه کې یو کس وژل شوی وو او څلور نور ټپیان وو. ادعا کېږي، چې هغه ګاډی سلمان خان چلاوه.

له دې مخکې د جودپور یوې ځايي محکمې، سلمان خان، سیف علي خان سونالي بېندرې او تبو ته امر کړی و، چې د ۱۴ کالې پخوانۍ قضیې د سپیناوي لپاره محکمې ته حاضر شي.

دغه قضیه د غیر قانوني ښکار په باب وه. د دغه ایالت پولیس ۱۹۹۸ کال کې د دوو تورو هوسیو ښکارولو په تور دوسیه د دوی پر ضد ثبت کړې وه. هغه مهال سلمان خان د خپل فلم "هم سات سات هي" د ثبت لپاره جودپور کې و.