افغان نوماندان د افغانستان راتلونکي په اړه سره ویني

افغانستان به د نویمو کلونو په څېر بیا ټوټه ټوټه نه شي

د عکس سرچینه، non

د عکس تشریح، افغانستان به د نویمو کلونو په څېر بیا ټوټه ټوټه نه شي

د افغانستان د ولسمشرۍ یوه نوماند اشرف غني احمدزي د اسوشېټد پریس خبري اژانس ته ویلي، چې د رایو د بشپړې ارزونې په اړه موافقې هېواد له هغه څه راګرځولی چې ده د پاڼ څڼده وبلله. له سیال نوماند عبدالله عبدالله سره د شنبې ورځې له روغې راوروسته په خپله لومړنۍ مرکه کې ښاغلي غني ویلي، چې دغې معاملې د ملي وحدت یوه حکومت د جوړولو لپاره بنسټ رامنځته کړی دی.

ښاغلي غني وویل، چې نن سه شنبه له ښاغلي عبدالله سره په خپل کور کې مخامخ کښیني چې د راتلونکي حکومت لپاره د یوه چوکاټ پر جوړولو خبرې وکړي.

ده وویل، چې په دغه حکومت کې به د دواړو ډلو او د ټولو قومونو خلک برخه ولري. اشرف غني وویل، چې بېرته تورو ورځو ته د افغانستان د ورستنېدو وېرې دواړه سیاستوال وهڅول چې یوې روغې جوړې ته سره ورسیږي.

هغه وویل، هوډمن دی چې افغانستان به د نویمو کلونو په څېر بیا ټوټه ټوټه نه شي او نه به د عراق په شان حالاتو سره مخامخ شي چې پکې سنیانو د نوري المالکي د شیعه حکومت پر ضد پاڅون کړی دی.

له هغه وروسته چې عبدالله عبدالله د ولسمشرۍ ټاکنو په دویم پړاو کې د پراخو درغلیو ادعا وکړه او لومړنۍ پایلې یې ونه منلې او پلویانویې اعتراضونه پیل کړل او ان د بیل حکومت د جوړولو ګواښ یې وکړ، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د جمعې په ورځ کابل ته ورغی.

د دوو ورځو له اوږدو خبرو وروسته یې دواړه نوماندان دې ته ورمات کړل چې د ټولو شاوخوا اتو میلیونو رایو پر بیا ارزونې او د ګټونکي نوماند تر مشرۍ لاندې د ملي وحدت د حکومت پر جوړولو سره سلا شي.

په لومړنیو اعلان شویو پایلو کې ښاغلي غني له خپل سیال څخه څه باندې یو ملیون ډېرې رایې ګټلې وې.

ښاغلي غني وویل، اوس لومړنی هدف د ټیکاو رامنځته کول دي، او شوې معامله دغه هدف تر سره کوي.

هغه وویل، چې د ټاکنو د پایلې مشروعیت به نور نه زیانمنیږي او د افغانستان راتلونکی ولسمشر به خپل کار له یوه روښانه ماموریت او روښانه ژمنې سره پیل کړي.