ټاکنیزې ناندرې او پر افغانستان د نړیوالو مرستو د بندېدلو ګواښ

امریکا او بریتانیا افغان مشرانو ته ویلي چې د هېواد د ثبات او یووالي له پاره کار وکړي
د عکس تشریح، امریکا او بریتانیا افغان مشرانو ته ویلي چې د هېواد د ثبات او یووالي له پاره کار وکړي

په افغانستان کې د ولسمشرۍ ټاکنو د لومړنیو پایلو له اعلانه وروسته رامنځته شوي کړکېچ دا وېره رامنځته کړې چې کېدی شي دغه هېواد هغه نړیوال ملاتړ چې سخت ورته اړ دی له لاسه ورکړي.

له هغه وروسته چې یوهّ نوماند عبدالله عبدالله اعلان وکړ چې اعلان شوې پایلې نه مني او پلویانو یې د جلا حکومت د جوړولو ګواښ و کړ، د امریکا ولسمشر بارک اوبا له ښاغلي عبدالله او له سیال نوماند اشرف غني احمدزي سره خبرې وکړې او ورته یې وویل چې تاوتریخوالی يا د ناقانونه لارو چارو غوره کول د منلو وړ نه دي.

ښاغلي اوباما په دغو ټېلفوني خبرو کې ګواښ کړی چې دا کار به د دې سبب شي چې افغانستان ته د امريکا د متحده ايالاتو مرستې بندې شي.

بریتانیا هم ویلي چې که افغان مشران د ثبات او یووالي لپاره کار ونه کړي، د نړیوالې ټولنې ملګرتیا به ورسره په خطرکې ولوېږي.

د ناټو سرمنشي اندرېس فو راسموسن هم پر دواوړ نوماندانو غږ کړی چې د یوهّ حل د موندلو لپاره دې د ټاکنو له کمیسیونونو سره کار وکړي.

تاسو ته پر افغانستان د نړیوالو مرستو د بندېدلو خطر څومره د اندېښنې وړ دی؟

ستاسو پر خپل ژوند به یې اغېز څه وي؟

د فېسبوک، برېښنالیک یا ټېلفون له لارې په ستاسو غږ پروګرام کې ګډون وکړئ او خپل نظر څرګند کړئ.

د پنجشنبې ماښام د خپرونې د نشر پر مهال موږ ته پر دې شمېرې ټېلفون وکړئ:۰۰۴۴۲۰۷۴۳۶۰۹۱۹

د خپرونې کوربه اسماعیل سعادت دی