کيري: له ناقانونه لارو واک ترلاسه کول د مرستو د بندېدو لامل کېږي

جان کيري ويلي موږ پر ټولو افغان مشرانو غږ کوو چې د تېرې يوې لسيزې لاسته راوړنو ساتلو لپاره ارام واوسي

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، جان کيري ويلي موږ پر ټولو افغان مشرانو غږ کوو چې د تېرې يوې لسيزې لاسته راوړنو ساتلو لپاره ارام واوسي

د ولسمشرۍ د دويم پړاو ټاکنو د ابتدايي پايلو د اعلان په اړه د عبدالله عبدالله له اعتراض وروسته د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کيري خبرداری ورکړی، چې له غير قانوني لارو د واک ترلاسه کولو هره هڅه به له افغانستان سره د امريکا او نړیوالې ټولنې د مالي او امنيتي ملاتړ د پرېکون لامل شي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کېري له لوري په خپره شوې وينا پاڼه کې ويل شوي په ډېره خواشينۍ يې له افغانستان نه د اعتراضونو او د ''يوه موازي حکومت'' د وړانديز په اړه راپورونه ترلاسه کړي دي.

ده ويلي د امريکا متحد ايالات له افغان ټاکنيزو بنسټونو هيله لري چې په ټاکنو کې د ادعا شويو درغليو او بې نظميو څېړنه په بشپړ مسووليت وکړي.

په اعلاميه کې راغلي چې د امنيتي ځواکونو غير سياسي رول ته بايد ټولې غاړې درناوی وکړي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کېري ويلي، د تاوتريخوالي او د تاوتريخوالي د ګواښ لپاره هېڅ دليل نه شته او د اساسي قانون له چوکاټ وراخوا هېڅ ګام د منلو نه دی.

ده ويلي موږ پر ټولو افغان مشرانو غږ کوو چې د تېرې يوې لسيزې لاسته راوړنو او د افغانانو د باور ساتلو لپاره ارام واوسي.

تېره ورځ د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسيون د ولسمشرۍ د دويم پړاو ټاکنو ابتدايي پايلې اعلان کړې، چې له مخې يې اشرف غني احمدزی مخکښ اعلان شو.

د ټاکنو کمېسيون مشر احمد يوسف نورستاني وويل دغه پایلې په هېڅ ډول وروستۍ نه دي او ښايي د وروستيو پايلو تر اعلان په کې بدلون راشي.

د اشرف غني احمدزي په مشرۍ د بدلون او دوام ډلې د دغو پايلو هرکلی کړی، خو د هغه ټاکنيز سيال عبدالله عبدالله ويلي دغه پايلې ورته د منلو نه دي.

ټاکل شوې وه د ولسمشرۍ ټاکنو لومړنۍ پايلې پنځه ورځې وړاندې اعلان شوې وای، خو د ټاکنو کمېسيون وويل په ټاکنو کې د لا شفافيت په موخه يې د پنځو ورځو لپاره ځنډوي، چې بلاخره تېره ورځ اعلان شوې.