اشرف غني له عبدالله عبدالله سره مخامخ ګوري

د افغانستان د ولسشمرۍ په ټاکنو کې د یوه نوماند، ډاکټر اشرف غني احمدزي ډلې ویلي دي چې نوموړی به د ټاکنو په تړاو د اوسني کړکېچ د ختمولو لپاره له خپل سیال عبدالله عبدالله سره مخامخ لیدنه کوي.
د ډاکټر اشرف غني د ټاکنیزې ډلې یوه ویاند، عباس نویان، بي بي سي ته وویل چې د دواړو لوریو له خوا به یو ګډ پلاوی د دې لیدنې لپاره ځای او نېټه ټاکي.
خو د عبدالله عبدالله د ټاکنیزې ډلې ویاند مجیب رحیمي ویلي، دوی چمتو دي چې د ښاغلي غني له ډلې سره خبرې وکړي، خو د دې پخلی یې ونکړ چې ښاغلی عبدالله به پخپله مخامخ له خپل سیال سره ویني او یا نه.
نوموړي وویل دا احتمالي لیدنه د هغو خبرو پایله ده چې پرون د ښاغلي اشرف غني او د ولسمشر لومړي مرستیال یونس قانوني ترمنځ ترسره شوې.
بل لور ته د ډاکټر اشرف غني د ډلې یوه ویاند ویلي، دا لیدنه د دې لپاره نه ترسره کېـږي چې کوم ایتلافي حکومت دې رامنځته شي.
بلکې د دوی موخه دا ده چې د روان کړکېچ د ختمولو لپاره دواړه خواوې پر یوه تګلاره سره سلا شي.
همدا رنګه د ښاغلي عبدالله د ډلې ویاند وویل، دوی د دې لپاره له خپلې سیالې ډلې سره ویني ترڅو د پاکو او ناپاکو رایو د بېلولو موضع روښانه شي.
پرون د ښاغلي اشرف غني او د یونس قانوني د لیدنې ځیني انځورونه په رسنیو کې خپاره شول.
خو هغه وخت د دوی ترمنځ د ترسره شویو خبرو په اړه ډېر جزیات نه وو.
یاده دې وي چې ولسمشر حامد کرزي څو ورځې وړاندې له خپلو دواړو مرستیالانو غوښتي وو چې د ټاکنو په تړاو د روان کړکېچ د ختمولو لپاره له دواړو سیالو ډلو سره وویني.
د ټاکنو د کمیسون غړو هم پرون له ولسمشر سره په کتنه کې له هغه غوښتې وو چې د روان کړکېچ په ختمولو کې مرسته وکړي.
ټاکل شوې وه چې د چارشنبې پر ورځ د ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان شي.
خو د ټاکنو کمیسون دا چاره د اوس لپاره ځنډولې او وایي اول له د کابو ۱۹۰۰ ټاکنیزو محلونو رایې له سره شمېري.
د کمیسون په وینا دا چاره به شاوخوا یوه اوونۍ وخت ونیسي.








