د ټاکنو د لومړنیو پایلو اعلان وځنډېد

د عکس سرچینه، AFP
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسون اعلان کړی چې د ولسمشرۍ د ټاکنو د لومړنیو پایلو اعلان یې ځنډولی.
ټاکل شوې وه چې دا پایلې سبا د چارشنبې په ورځ، د چنګاښ پر یولسمه نېټه اعلان شي.
خو د ټاکنو کمیسون ویلي دوی غواړي چې د هېواد په بېلابېلو برخو کې د کابو ۲۰۰۰ ټاکنیزو محلونو رایې له سره وشمېري، او تر هغې چې دا چاره یې نه وي بشپړه کړي، لومړنۍ پایلې به نه اعلانوي.
کمیسون ویلي چې د رایو بیا شمېرنه به یوه اوونۍ وخت ونیسي.
خو د لومړنیو پایلو د اعلانېدو لپاره کومه نوې نېټه نه دی ټاکل شوې.
د ټاکنو د کمیسون یوې کمشنرې، شریفه زرمتي وردک، بي بي سي ته وویل چې نن د کمیسون کمشنرانو په یوه غونډه کې پرېکړه وکړه چې د کابو ۲۰۰۰ ټاکنیزو محلونو رایې به له سره شمېرل کېږي.
مېرمن وردک زیاته کړه چې کمیسون د کوم ځانګړي نوماند د غوښتنو یا فشار له کبله د رایو بیا شمېرلو ته غاړه نه ده ایښې، بلکې دا د دوی خپلمنځي پرېکړه وه.
نوموړې وویل چې کمیسون د ځینو ټاکنیزو مرکزونو او محلونو په اړه یو شمېر شکونه درلودل. له همدې کبله یې پرکړه وکړه چې د دغو محلونو رایې دې له سره وشمېري.
د مېرمن وردک په وینا، کېدای شي د رایو بیا شمېرل د نوماندانو پر اوسنیو ګټلو رایو او پر وروستیو پایلو هم اغېز ولري.








