'برمته شوي محصلين او استادان خوشي شوي'

دغه شاوخوا ديرش کسان څو ورځې وړاندې وسلوالو په غزني کې برمته کړي وو

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، دغه شاوخوا ديرش کسان څو ورځې وړاندې وسلوالو په غزني کې برمته کړي وو

د افغانستان په غزني کې چارواکي وايي د کندهار پوهنتون هغه محصلین او استادان چې وسلوالو په غزني کې برمته کړي وو خوشي شوي دي.

د کندهار پوهنتون دغه محصلين او استادان د ولسمشرۍ له دويم پړاو ټاکنو وړاندې د کابل – کندهار پر لويه لار د غزني د اندړو په ولسوالۍ کې وسلوالو برمته کړي وو.

د غزني والي موسی خان اکبر زاده بي بي سي سي ته ويلي دغه ۳۳ کسان د غزني په يوه اړونده سيمه کې منځګړو او د سره صليب استازو ته سپارل شوي دي.

ښاغلي اکبرزاده په سيمه کې د بي بي سي خبريال اسدالله جلالزي ته ويلي دغه کسان د مخورو په منځګړتوب پرته له کوم شرط نه خوشي شوي دي.

د غزني مرستيال والي محمد علي احمدي بي بي سي ته ويلي چې ټول يرغمل شوي محصلين او استادان غزني ته رسېدلي او د سره صليب له ادارې سره دي.

دی وايي سره صليب ورته ويلي چې دغه کسان افغان حکومت ته نه سپاري، بلکې دوی يې پخپله خپلو کورونو ته رسوي.

خو د خوشي شويو يو استاد جاويد صاحبزاده وايي دا چې دوی په بېلابېلو ځايونو کې ساتل کېدل، نو په خبره يې د خپلو ۱۰ نورو ملګرو له حال نه، نه دي خبر.

دغه استاد وايي ورته ويل شوي، چې ۱۰ پاتې ملګري يې هم خوشي شوي، خو دی وايي دوی نه دي ليدلي.

دی وايي د بند په ټوله موده کې ورسره ناسم چلند نه دی شوی، خو په خبره يې په دې هم نه پوهېږي، چې ولې او د څه لپاره برمته شوي وو؟

دغه کسان څو ورځې وړاندې له بس موټر ښکته کړای شوي وو، سترګې یې تړل شوې وې او وسلوالو کسانو له ځان سره بېولي وو.

خوشي شوي له کندهاره کابل ته د ولسمشرۍ د دويم پړاو ټاکنو د رخصتیو لپاره خپلو کورونو ته روان وو.

طالبانو ويلي د هغو کسانو یو شمېر يې خوشي کړي، چې د دوی ملګرو د کابل- کندهار پر لويه لار نيولي وو.