د اشرف غني ډله: ټول باید د ټاکنو پایلې ومني

د اشرف غني احمدزي ډلې د عبدالله عبدالله له ډلې د تېرو ولسمشریزو ټاکنو د پایلو د منلو غوښتنه کړې ده.
د تحول او تداوم ډلې یوه غړي کابل کې خبریالانو ته د ښاغلي عبدالله د څرګندونو په غبرګون کې خبرې وکړې.
د دغې ډلې یوه غړي فیض الله ذکي وویل، د تېرو ولسمشریزو ټاکنو دویم پړاو د لومړي پړاو تر ټاکنو ډېر روڼ او شفاف و.
خو د ټاکنو یوه نوماند عبدالله عبدالله بیا په دویم دور ټاکنو کې د درغلیو تور پورې کړی و.
خو د ټاکنو خپلواک کمیسیون مشر احمد یوسف نورستاني ویلي وو، په تېرو ټاکنو کې تر اوو میلیون ډېرو خلکو ګډون کړی و.
عبدالله عبدالله بیا په دویم پړاو ټاکنو کې د خلکو د ډېر ګډون په اړه شک لري.
فیض الله ذکي وویل، د خلکو د ګډون په اړه هرڅه چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي، سمه خبره کوي، نه د کوم کاندید ټاکنیزه ډله.
ښاغلي ذکي دا هم وویل، چې د تحول او تداوم ډلې له خوا د ټاکنو په اړه معلومات خپرول یو قانوني چوکاټ لري، او هر کاندید چې د پایلو تر اعلانېدا مخکې د ځان بریا اعلانوي، په اصل کې د خلکو ذهنونه ګډوډوي.
هغه وویل، د عبدالله له څرګندونو ښکاري، که چېرې بریالی نه شي، نو هېواد به د کړکېچ لوري ته ولاړ شي:
"زموږ په باور، دا ډول څرګندونې له اساسي قانون، د ټاکنو له قانون او د دیموکراسۍ له اصولو سره په ټکر کې دي. ټول باید د تېرو ټاکنو پایلې له هېڅ چون او چرا پرته ومني".
هغه زیاته کړه، د تحول او تداوم ډله د تېرو ټاکنو هر راز پایلې اعلانېدل مني، او د افغانستان قوانینو او د خلکو رایو ته په پوره توګه درناوی لري.
هغه ټینګار وکړ، چې هېڅ راز درغلي نه مني، خو له پاکو رایو د ناپاکو هغو بېلول د ټاکنیزو کمیسیونونو کار دی.
فیض الله ذکي دا هم وویل، د افغانستان په بېلابېلو برخو کې د تحول او تداوم ډلې د غړو ګواښل باید ودرول شي.
د افغانستان د ولسمشرۍ دویم پړاو ټاکنې د روان غبرګولي پر ۲۴ وشوې.
د ټاکنو لومړی پړاو ټاکنې د تېر وري پر ۱۶ وشوې، چې عبدالله عبدالله پکې ۴۵ سلنه او اشرف غني احمدزي ۳۱،۵ سلنه رایې وګټلې.
په پام کې ده، چې د دویم پړاو ټاکنو لومړنۍ پایلې د چنګاښ پر یوولسمه او وروستۍ پایلې یې د همدې میاشتې پر ۳۱ اعلان شي.








