نورستاني: د دارالانشاء پر مشر تورونه 'بابیزه' دي

د عکس سرچینه، AP
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون مشر احمد یوسف نورستاني په کابل کې خبریالانو ته ددغه کمیسیون د دارالانشاء پر مشر لګول شوي تورونه "بې بنسټه "وبلل.
تېره ورځ (یکشنبې/غبرګولی ۲۵)عبدالله عبدالله د ضیاء الحق امرخېل د دندې ځنډولو غوښتنه کړې وه.
نورستاني وویل، پر امرخېل لګول شوي تورونه باید د نړیوالو څارونکو له خوا وڅېړل شي:
"موږ د ضیاء الحق امرخېل د دندې ځنډولو لپاره پر منطق ولاړ ثبوت نه لرو، له دې کبله دغه مساله همدلته تړو، که چېرې ډاکټر عبدالله عبدالله یا کوم بل څوک د دارالانشاء د مشر ښاغلي امرخېل د بې قانونه کړنې په تړاو کوم منطقي ثبوت لري، کمیسیون ته یې وړاندې کولی شي".
دا موضوع وروسته تر هغه د افغانستان د ټاکنو په تړاو تر ټولو ډېره ګرمه موضوع وګرځېده، چې د ټاکنو پر ورځ د کابل امنیه قومندان جنرال ظاهر ظاهر د کابل په ختيځ سروبي ولسوالۍ کې د رای اچونې یوه مرکز ته د ټاکنیزو توکو د لېږد مخه ونیوه.
نوموړي تور لګولی و، چې ګني ښاغلی امرخېل د یوه مشخص کاندید په ګټه درغلي کوي، خو امرخېل دا تورونه بې بنسټه وبلل.
د ولسمشرۍ یوه نوماند عبدالله عبدالله تېره ورځ د ښاغلي امرخېل د دندې ځنډولو غوښتنه کړې وه، خو نن د ټاکنو کمیسیون مشر پر امرخېل لګول شوي تورونه بې اساسه وبلل.
د افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو ارزونې کمیسیون هم ویلي، د ښاغلي امرخېل او ښاغلي ظاهر د قضیې لپاره د یوه حقیقت موندونکي پلاوي په تمه دي.
خو د ټاکنو خپلواک کمیسیون مشر وویل: "ښه پوی شئ چې زه زه دا تور له بنسټه ردوم".
د ټاکنو خپلواک کمیسیون مشر وویل، کمیسیون له پولیسو د رای ورکولو هغو مرکزونو ته د حساسو ټاکنیزو توکو د لېږد ملګرتیا وکړي، چې وړاندې لږ مواد وروړل شوي وو، خو هغه مهال هېڅ پولیس نه ترسترګو کېدل.
ښاغلی نورستاني وايي، په سروبي ولسوالۍ کې خلکو د رای پاڼو د کمښت له کبله مظاهرې وکړې او دا مساله باید حل شوې وای.

دی وايي، د دارالانشاء مشر پرځايي وخت ماسپښین دوه بجې وروسته تر هغه سیمې ته تللی و، چې ټاکنیز توکي د پولیسو له خوا درول شوي وو.
ضیاء الحق امرخېل نن یوې خبري ناستې ته وویل، چې د پولیسو کړنه د ده لپاره یوه "دسیسه" وه.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون مشر وايي، د پایلو بسته بندۍ او شمېرنې لپاره یې نن یو مرکز پرانیستی، او اټکل یې دا دی چې لومړنۍ او وروستۍ پایلې پر ټاکل شویو نېټو اعلان شي.
پر همدې مهال د شکایتونو ارزونې کمیسیون ویلي، چې د نن (دوشنبې) شپې تر ناوخته پورې د دویم پړاو ټاکنو په تړاو د شکایتونو وخت ختمېدونکی دی.
د دغه کمیسیون ویاند نادر محسني رسنیو ته وویل، د ټاکنو له ورځې دوی ته تر اوسه ۵۶۸ شکایتونه رسېدلي، چې ۱۴۱ یې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د کارکوونکو په اړه دي.








