زابل کې امریکايانو په 'تېروتنې' خپل پوځيان وژلي

د افغانستان په سوېل کې تر ډېره امریکايي پوځيان مېشت دي.

د عکس سرچینه،

د عکس تشریح، د افغانستان په سوېل کې تر ډېره امریکايي پوځيان مېشت دي.

امریکايي پوځي سرچينو تایید کړې، چې سویلي افغانستان کې د دوی پنځه سرتېري په تېروتنې د دوی له خوا وژل شوي. پېښه د تېرې دوشنبې په ورځ زابل کې، چې د تودې جګړې ډګر دی، د طالبانو پر ضد د افغان او امریکايي ځواکونو ګډو عملیاتو پرمهال شوې.

افغان چارواکي وايي، امریکایانو له هوايي ځواکه مرسته وغوښته، چې د بمبارۍ پایله کې یې دوه افغانان او پنځه امریکایان ووژل شول.

افغانستان کې سږ کال له ۳۰ ډېر ناټو پوځیان وژل شوي دي.

( کابل کې د بي بي سي خبریال وايي د شنبې ورځې ولسمشرۍ ټاکنو دویم پړاو له پیله مخکې پراخ عملیات پیل شوي، چې د امکان تر حده ډېرې سیمې خوندي وساتل شي. )

افغان چارواکي وايي دوه افغانان او پنځه امریکايي سرتېري په یوه ناڅاپي پېښه کې وژل شوي دي.

د زابل والي بي بي سي ته ویلي، نړیوالو او افغان ځواکونو ګډ عملیات کول، چې پېشه په ارغنداب سیمه کې وشوه، دغه سیمه د تېرو کلونو په اوږدو کې د نړیوالو ځواکونو او طالبانو تر منځ د نښتو ډګر دی.

ایساف په خپره کړې ویناپاڼه کې ویلي دواړې پېښې د تېرې دوشنبې په ورځ (غبرګولی ۱۹) شوې دي.

بهرنیو ځواکونو د وژل شوی سرتېرو هویت او د وژل کېدو دقیق ځایونه نه دي په ډاګه کړي.

دا مهال د نژدې ۵۰ هېوادونو پوځيان په افغانستان کې مېشت دي، چې د روان ۲۰۱۴ کال تر پایه یې جګړه ییزه ماموریت پای ته رسېږي.

د بهرنیو ځواکونو د وتلو له مهالوېش عملي کېدو سره سم، طالبانو پر بهرنیو ځواکونو او افغان بنسټونو بریدونه ډېر کړي دي.

د افغانستان په سوېل کې تر ډېره امریکايي پوځيان مېشت دي.

سږ کال افغانستان کې تر اوسه له ۳۰ ډېر ناټو سرتېري وژل شوي دي.

په پام کې ده چې راتلونکې شنبې (غبرګولی ۲۴) د ولسمشریزو ټاکنو دویم پړاو ته رای اچونه وشي.

دغو ټاکنو ته دوه مخکښ نوماندان اشرف غني احمدزی او عبدالله عبدالله ولاړ دي.

وسله والو طالبانو د تېرو ټاکنو په نژدې کېدو د ټاکنیز بهیر د ګډوډولو هوډ کړی و.

خو د افغانستان د دفاع وزارت وايي، چې د راتلونکو ټاکنو لپاره یې پوره چمتووالی نیولی دی.