ناټو: افغان ماموريت به له ٢٠١٥م کال وروسته هم دوام وکړي

د ناټو سرمنشي اندرې فو راسموسن وايي هیلمن دی چې تر ۲۰۱۵م کاله وروسته به هم په افغانستان کې د دوی ماموریت دوام وکړي او دوی به د شرایطو په پام کې نیولو سره د افغان امنیتي ځواکونو روزنې ته دوام ورکړي.
ښاغلي راسموسن دا څرگندونې د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې د ناټو د دفاع وزیرانو په دوه ورځنۍ غونډه کې وکړې چې نن سه شنبه( د جون ۳مه) پیل شوه.
نوموړي زیاته کړه د ناټو د ماموریت دوام یوۀ قانوني چوکاټ رامنځ ته کولو ته اړتیا لري.
د نوموړي اشاره د افغانستان او امریکا تر منځ دوه اړخیز تړون ته وه او هیله یې وښوده چې راتلونکی افغان ولسمشر به دا تړون د خپل کار په لومړنیو ورځو کې لاسلیک کړي.
د ناټو په مقر کې یوې افغان سرچینې وویل، د افغانستان د دفاع وزیر بسم الله محمدي به په غونډه کې پر افغانستان د پاکستاني توغندیو د ګوزارونو مسله هم راپورته کړي.
يادې سرچينې زیاته کړه، افغانستان به د ناټو له دفاع وزيرانو وغواړي، چې د پاکستان د دغو بريدونو پر وړاندې غبرګون وښيي او پر پاکستان فشار راوړي، چې له داسې بريدونو لاس واخلي.
په دې غونډه کې چې د ناټو ۲۸ غړو هېوادونو د دفاع وزیران، د ايساف همکارو هېوادونو د دفاع وزيران، د افغانستان د دفاع وزير، په افغانستان کې د ناټو ملکي استازی، د ايساف قوماندان، د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی او د اروپايي ټولنې د بهرنيو اړيکو د کمیسيون مشره کترين اشټون ګډون کوي.
د ناټو سازمان وياندې اووانا لنګوسکي وويل، افغانستان به د دې غونډې له مهمو موضوعاتو څخه وي.
هغې زياته کړه چې په دې غونډه کې د افغانستان امنيتي حالت، د ايساف د پای ته رسېدونکي ماموريت او تر ۲۰۱۴ کال وروسته د ناټو د نوي ماموريت په اړه خبرې کېږي.
پرون دوشنبه( جون ۲مه) د ناټو یوۀ لوړ پوړي چارواکي له افغانستانه راغلو خبریالانو ته وویل، د افغانستان په اړه به له ۲۰۱۴م کاله وروسته د افغانستان د حالاتو ارزونه، له نړیوالې ټولنې سره د افغانستان پر همکارۍ، له افغانستان سره په سیاسي او نظامي همکارۍ او د ناټو هغه ماموریت ارزول کېږي چې همدا اوس په افغانستان کې په کې ښکېل دی.
نوموړي چارواکي وویل، د ولسمشر اوباما د اعلان سره سم به په افغانستان کې تر لس زرو کم امریکایی سرتېري پاتې کېږي او د ۲۰۱۵م کال په جنورۍ کې به ناټو د افغانستان د پوځ د روزنې او سلامشورو بهیر ته دوام ورکړي، ځکه پوځي ماموریت پای ته رسېږي.

د عکس سرچینه، AFP
تر هغه سملاسي وروسته به په افغانستان کې د ایساف ماموریت هم څرګند شي او له افغانستان سره به د مشارکت بهیر دوام ولري.
نوموړي د یوۀ خبریال د پوښتنې په ځواب کې چې په افغانستان کې د بشپړ حضور ختمولو غوراوی شته او کنه، وویل نه داسې څه نشته او په هرصورت به اجازه ورنه کړي چې د تېرو ۱۲کلونو لاس ته راوړنې په اوبو لاهو شي.
هغه وویل، ناټو افغان ځواکونو ته روزنه ورکوي خو د مالي لارو چارو برابرول د ناټو دغړو هېوادونو دنده ده.
ناټو په افغانستان کې د ټاکنو د لومړي پړاو له امنیته خوښ دی چې افغان ځواکونو یې د امنیت ساتلو دنده لرله.
ناټو د ټاکنو دویم پړاو با امنه سر ته رسېدو ته سترګې پر لاره ده.
د بروسلز اوسنۍ غونډه پر اوکراین د روسیې د تېرې تر پیل وروسته لومړنۍ غونډه ده او دوی به پر دې بحث وکړي چې د روسیې پوځي ګام ته کوم غبرګون وښيي.
د ناټو د دفاع وزیرانو بله غونډه په سپتمبر کې د برتانيا په وېلز کې کېږي.








