قيوم کرزي د اشرف غني احمدزي ملاتړ وکړ

د عکس سرچینه،
د حامد کرزي ورور عبدالقيوم کرزي د ولسمشرۍ په دويم پړاو ټاکنو کې له اشرف غني احمدزي څخه خپل ملاتړ اعلان کړ.
قيوم کرزي له خلکو وغوښتل چې راتلونکی ولسمشر د عاطفې له مخې نه، بلکې د معيارونو پر بنسټ وټاکي.
ده وویل افغانستان اوس په حساسو شرايطو کې دی او له دې د وتو لپاره بايد خلک خپله پرېکړه په ډېر غور سره وکړي.
ښاغلي کرزي زياته کړه دا پر موږ ټولو فرض ده چې د خلکو د رايو درناوی وکړو او خلک د رايو کارولو ته راوبولو.
قيوم کرزی د ولسمشرۍ په لومړي پړاو ټاکنو کې د زلمي رسول په ګټه تېری شوی و، چې ښاغلی رسول اوس له عبدالله عبدالله سره درېدلی دی.
ښاغلي کرزي زياته کړه دواړه ټاکنيزې ډلې بايد له احساساتي او توندو خبرو ځان وساتي او د ټاکنو بهير په يوه رېښتيني جشن بدل کړي.
ده وويل د يوه افغان سپکاوی، د ټولو افغانانو بې احترامي ده او پر دواړو ټاکنيزو ډلو يې غږ وکړ چې په دموکراتيکه فضا کې ټاکنيزې منډې ترړې وکړي.
د قيوم کرزي له لوري د اشرف غني د ملاتړ په موخه په جوړه شوې غونډه کې د يوسف زيو، اڅکزيو او کاکړو قوم مشرانو هم د بدلون او دوام ډلې ملاتړ وکړ.
مخکښ نوماند اشرف غني احمدزي د قيوم کرزي ملاتړ د فکر او تدبير پر اساس وباله ويې ويل، چې له تېرو څو مياشتو راهيسې يې په ګډه د افغانستان د راتلونکې په اړه بحثونه کړې دي.
ده وويل د بدلون او دوام ډله د افغانستان د هرې برخې لپاره ځانګړې تګلاره لري او خلکو ته ځواب ويونکي ده.
اشرف غني وويل د دوی موندنې ښيي، چې د ټاکنو په لومړي پړاو کې شاوخوا يو ميليون کسان د خپلو رايو له کارولو بې برخې شوي وو.
ده د دې پړه پر امنيتي ځواکونو واچوله چې په خبره يې دغلته يې امنيتي وضعيت سم نه و، څېړلی.








