جلاله: پاکستاني چورلکو پر کونړ بمباري کړې

د عکس سرچینه، AFP
افغان چارواکي وايي، د کونړ پر دانګام ولسوالۍ کې د پاکستاني چورلکو لخوا بمباري شوې ده.
د کونړ والي شجاع الملک جلاله یوې خبرې غونډې ته ویلي، دغه بمباري ډیورنډ کرښې ته څېرمه په واړه او لوی ګوریګا سیمې کې نن سهار ( ۳۱ مې ) له اتو بجو پیل شوې او لا هم روانه ده، چې په وینا یې څلور ولسي وګړي پکې وژل شوي دي.
د چارواکو په وینا کونړ کې د تېرې یوې اونۍ موده کې د پولې بلې غاړې را توغول شویو نژدې ۱۰۰۰ توغندیو له کبله ټولټال ۵ کسان وژل شوي او ۳۸ کسان ټپیان دي.
د دوی په وینا د دغو بریدونو له کبله تر اوسه نژدې ۳۰۰ کورنۍ له سیمې کډه شوې دي.
دا بمباري په داسې وخت کې کېږي، چې په دې وروستیو کې پر دغه ولایت د ډیورنډ د کرښې له هغې غاړې یو ځل بیا لسګونه توغندي راوتوغول شول.
د مې میاشتې په وروستیو کې د کونړ پر دریو ولسوالیو دانګام ،شیګل او مروره، د چارواکو په وینا له درې سوو ډېر توغندي د ډېورنډ کر ښې له بلې غاړې وتوغول شول.
د کونړ پولیسو مشر مل پاسوال عبد الحبیب سید خیل، ویلي و، چې په دانګام او شیګل کې د دغو بریدونو پایله کې ۱۴ کسان ټپیان شوي او یو کس وژل شوی دی.
د ښاغلی سید خیل په وینا له دانګام نه ګڼې کورنۍ نورو سیمو ته کډه شوي او خپل هر څه ېې هلته پرې ایښي دي.
د کونړ چارواکي وايي د بریدونو د سملاسي بندولو لپاره ېې د افغانستان د بهرنیو او کورنیو چارو وزارت ته د لاس په کارېدو سپارښتنه کړې.

د عکس سرچینه، BBCPashto.com
څو ورځې وړاندې افغان ولسمشر حامد کرزي په دې اړه د پاکستان له لومړي وزیر نواز شریف سره په دې اړه خبرې کړې وې او له نوموړي یې د دغو بریدونو د بندېدو غوښتنه کړې وه.
د ولسمشرۍ ماڼۍ په خبره ښاغلي شریف افغان ولسمشر ته په دې اړه ډاډ ورکړی و او ورته یې ویلي وو، چې د دې مسلې په اړه به له خپلو اړوندو ادارو سره خبرې وکړي.
پر کونړ او یو شمېر نورو ولایتونو د ډیورنډ کرښې له بلې غاړې راکټي بریدونه هغه ستونزه ده چې له امله یې افغان لوري تل پر پاکستان نیوکه کړې او په افغانستان کې یې د دغه هېواد سفیر هم د احتجاج لپاره احضار کړی وو.
.








