د بدخشان یمګان ولسوالۍ مرکز بېرته حکومت نیولی

بدخشان

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، یمګان ته د پراخو عملیاتو لپاره ځانګړي ځواکونه او چورلکې استول شوي.

د بدخشان مرستیال والي ګل محمد بیدار بي بي سي ته وویل، د یمګان ولسوالي یې د یولړعملیاتو په ترڅ کې له طالبانو بېرته نیولې، چې په وینا یې شاوخوا شل طالبان پکې وژل شوي.

ښاغلي بیدار وویل، د وژل شویو وسله والو مړي د جګړې په ډګر کې پاتې دي، خو لاهم جګړه دوام لري.

نوموړی وايي، چې د یمګان ولسوالۍ د مرکز 'حضرت سعید' کنټرول اوس د حکومت په لاس کې دی.

خو طالبانو ویلي، چې یمګان لاهم د دوی په لاس کې دی او هلته د دوی هېڅ جنګیالي نه دي وژل شوي.

طالبانو په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې د جمعې پر ګهیځ یمګان ته د حکومت چورلکې ورغلې، خو د طالبانو برید بېرته ستنېدو ته اړ کړې.

ګل محمد بیدار وايي، امنیتي ځواکونه اوس په جرم او کران او منجان کې د طالبانو د یوه مرکز نیولو لپاره تابیا نیسي.

طالبان وايي، چې هلته ټولې لارې تړلې پاتې دي، خو بیدار وویل چې لار پرانیستل شوې ده.

بیدار وايي، چې د هغو ۲۷ پولیسو له ډلې یې څلور کسان له یوه کور څخه موندل شوي، او پاتې نور له یمګان نه طالبانو ایستلي دي، چې د موندلو هڅې یې روانې دي.

وړاندې د بدخشان مرستیال والي ګل محمد بیدار بي بي سي ته وویل، نن ګهیځ د ملي اردو ځانګړو ځواکونو او د کورنیو چارو وزارت ځانګړې قوې له مرکز فیض اباد نه یمګان ته په چورلکو کې رسېدلي چې اوس هلته سخته جګړه روانه ده.

دی وايي، چې د سختې جګړې لپاره یې پوره چمتووالی نیولی او د کورنیو چارو وزارت له خوا ضرب الاجل ټاکل شوی، چې د یمګان، کران او منجان او جرم ولسوالۍ تصفیه شي.

نوموړی زیاتوي، چې درې واړه ولسوالۍ ناامنه دي.

تېره ورځ (پنجشنبې) د بدخشان امنیه قومندان فضل الدین عیار بي بي سي ته ومنله، چې ۲۷ پولیس په یوې سمڅې کې تر کلابندۍ وروسته طالبانو ته د سیمې د سپین ږیرو په منځګړیتوب تسلیم شوي دي.

امنیه قومندان زیاتوي، په یمګان ولسوالۍ کې شاوخوا دوه درې سوه طالبان دي، چې په خبره یې دغه ولسوالي له جرم ولسوالۍ نژدې ۲۲ کیلومتره لیرې ده، چې مخکې یې لاره تړل شوې وه.

د بدخشان یمګان ولسوالۍ څلور ورځې وړاندې طالبانو د یولړ عملیاتو پرمهال ونیوه، چې حکومت یې د بېرته نیولو لپاره نور ځواکونه واستول.