یمګان کې د حکومت او طالبانو جګړه سخته شوې

افغان سرتېري

د عکس سرچینه، MoD

د عکس تشریح، له دې مخکې هم وسله والو طالبانو پرې بریدونه کړي وو.

د افغانستان د دفاع وزارت او د شمال ختیځ بدخشان سیمه ییز چارواکي وايي، یمګان ولسوالۍ ته یې ځانګړي پولیس او د ملي اردو سرتېري استولي، چې دغه ولسوالۍ بېرته د طالبانو له ولکې واخلي.

تر اوسه په جګړه کې اته پولیس وژل شوي او څلوېښت نور د طالبانو په ولکه کې دي، او اوس هم جګړه روانه ده.

د بدخشان د والي مرستیال ګل محمد بیدار وايي، په دغه نښته کې تر اوسه پورې اته پولیس وژل شوي دي.

د یمګان ولسوالۍ ځینې برخې پرون (سې شنبې/غويی۳۰) د طالبانو له خوا له امنیتي ځواکونو سره په شخړه کې ونیول شوې، خو د کورنیو چارو وزارت ویلي وو، د لا ډېرو ځواکونو په استولو سره به ډېر ژر له دغې ولسوالۍ وسلوال په شا وتمبوي.

له دې مخکې هم وسله والو طالبانو پرې بریدونه کړي وو.

خو دا ځل طالبانو پر دغې ولسوالۍ له ډېر ځواک سره برید کړی.

د ښاغلي بیدار په وینا، د ولسوالۍ او مرکزي ښار فیض اباد ترمنځ لاره له ډېرې مودې راهیسې تړل شوې وه، چې له کبله یې دوی نه وو توانېدلي هلته اکمالات ورسوي.

نومړی زیاتوي، همدا لامل و، چې د طالبانو په برید کې یې د ده په وینا ځینې برخې له لاسه ورکړې، خو وايي اوس به د یادې لارې د خلاصون لپاره هم عملیات وکړي.

د یمګانو ولسوالي چې د فیض اباد په ۸۰ کیلومترۍ کې پرته ده د کشم، جرم او کرانو منجانو ولسوالیو سره ګډه پوله لري او ۳۰ زره کسه په دغې ولسوالۍ کې ژوند کوي

طالبانو د بدخشان یمګان ولسوالۍ د نیولو ادعا کړې ده.

د عکس سرچینه،

د عکس تشریح، طالبانو د بدخشان یمګان ولسوالۍ د نیولو ادعا کړې ده.
د یمګان ولسوالي له مرکز فیض اباد ۸۰ کیلومتره لیرې او له کشم، جرم او کران منجان له ولسوالیو سره ګډه پوله لري.

د عکس سرچینه،

د عکس تشریح، د یمګان ولسوالي له مرکز فیض اباد ۸۰ کیلومتره لیرې او له کشم، جرم او کران منجان له ولسوالیو سره ګډه پوله لري.
د حکومت له ولکې د دغې ولسوالۍ وتل به نورو ګاونډیو ولایتونو ته هم د مخالفینو ګواښونه ډېر کړي.

د عکس سرچینه،

د عکس تشریح، د حکومت له ولکې د دغې ولسوالۍ وتل به نورو ګاونډیو ولایتونو ته هم د مخالفینو ګواښونه ډېر کړي.