کندهار کې د سرحدي پولیسو پر اډې برید وشو

د عکس سرچینه،
د کندهار امنیتي چارواکي وايي چې د سرحدي ځواکونو پر یوې آډې وسله وال برید د پنځو بریدګرو او درې سرحدي پولیسو په وژل کېدو پای ته ورسېد.
له کندهاره مامون درانی په خپل رپوټ کې د سیمه ییزو چارواکو له خولې وايي چې د پوله ساتو ځواکونو پر لوژیستکي اډې دا برید نن (د می ۱۴مه) ماښام شاخوا اته بجې وشو چې ترې وروسته نښتې دوه ساعته دوام وکړ.
د چارواکو وینا ده چې بریدګرو د ښځو جامې اغوستې وې.
د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند غورځنګ افریدی وايي چې برید کوونکو چې شمېر یې پنځو تنو ته رسېده لومړی خپل له چاودیدونکو توکو ډک موټر د سرحدي ځواکونو د آډې مخې ته وچاوه.
د نوموړي په خبره وروسته برید کوونکو له پولیسو سره نښته پیل کړه.
د ښاغلي افریدي په وینا په دې وسله واله نښته کې پنځه واړه بریدګر او درې تنه سرحدي پولیس وژل شوي او پنځه تنه نور ټپیان دي.
وسله والو طالبانو د برید مسؤلیت منلی او ادعا کوي چې لسګونه سرحدي پولیس یې وژلي دي.
تېره یکشنبه
د تېرې یکشنبې په ورځ هم په کندهار کې د یوه روغتیايي کلینیک مخې ته ځانمرګی برید وشو چې د چارواکو په خبره لږ ترلږه شپږ ولسي وګړي یې ووژل او ۳۸ نور یې ټپیان کړل.
برید غرمه مهال نژدې یوولس بجې د سپین بولدک او دامان ولسوالیو ترمنځ پر لویه لاره د دامان په مونډي حصار کلي کې وشو.
دغه کلی د کندهار هوايي ډګر ته نژدې پروت دی.
چارواکي وايي برید کوونکي هغه مهال له چاودېدونکو توکو ډکه کرولا وچووله، چې بهرنیان یوه سیمه ییز کلینیک ته د درمل اخیستو لپاره ورغلل او له کلینیکه یې ټول ناروغان بهر ته وایستل.
رپوټونه وايي د برید هدف ظاهراً بهرنیان وو، خو هغوی ته هېڅ زیان ونه رسېد.








